سیاست

جمهورريیس د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/ د لړم ٢٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت، د سولې پروسې او له ایران او د سیمې هېوادونو سره د همکاریو د شته فرصتونو په اړه خبرې او د هغو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له افغانستان سره د ایران د همکاریو د پیاوړتیا او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ.
جمهورريیس محمد اشرف غني محمد ابراهیم طاهریان ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان، ایران اوسیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي برنامو لپاره قوي اجماع لرلو ته په اشارې په ټینګار وویل، دغه اجماع باید زموږ په کاري دستور کې قرار ولري.
جمهورريیس وویل، افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او له شک پرته زموږ هېواد سولې ته ژمنتیا لري، تاوتریخوالی او ترورېزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره خطر دی . له ترورېزم او د نشه یي توکو قاچاق سره د مبارزې پیاوړې اجماع باید رامنځته کړو.
د هېواد جمهورريیس په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته په اشارې وویل، ترهګرو ته باید د یوې او دوو ډلو په سترګه ونه کتل شي، دا یو تروریستي نظام او د القاعده، داعش او نورو لسګونو ګروپونو مجموعه ده چې د افغانانو او د سیمې هېوادونو ګټې ګواښي. هغه زیاته کړه، په سیمه کې د ترورېزم د خطرونو په اړه باید واضح تعریف رامنځته شي، ځکه دغه شبکې ټولې همفکره دي او هڅه کوي په سیمه کې ځانته خوندي ځایونه پیدا کړي.
جمهورريیس محمد اشرف غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو یادونه وکړه چې په لوړ ظرفیت د خپلو خلکو دفاع کوي او د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره قرباني ورکوي. د سیمې هیوادونه دې هم د افغانستان په څېر په اخلاص او پیاوړې اراده له ترورېزم او د نشه یي توکو جرمي شبکو سره مبارزه ورکړي.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو خبرې وکړې ويې ویل، افغانستان د مرکزي اسیا او د سیمې د اتصال تګلارې عملي کولو وړتیا لري او له دې فرصتونو څخه باید استفاده وشي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته