سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سولې پالیسۍ جوړولو کې د ښځو د واحد غږ له مشورتي ګروپ سره غونډه وکړه

کابل/ د چنګاښ لومړۍ/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې پالیسي جوړولو کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ګروپ سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پروسې په اړه په ارګ کې، خبرې وکړې.
دجمهوري رياست ويندوي دفتر معلوماتو له مخې؛
په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، انارکلي هنریار، حمیرا ثاقب، ګلچهره بهین، فروزان رسولي او روشن مشعل د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، په افغانستان کې دیني او مذهبي اقلیت تر ټولو زیات د جګړې قرباني دی. د سولې په مذاکراتو کې د دوی له اساسي حقوقو او مذهبي ازاديو څخه باید دفاع وشي.
هغوی زیاته کړه، طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، اما د سولې د خبرو له پیلېدو مخکې دې اوربند د پیش شرط په توګه ومنل شي. 
یادو ویناوالو څرګنده کړه، سوله باید د واک د وېش لپاره هدف نه وي، بلکې  د مسوولیت د وېش په معنی ده. د سولې پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې  باید د ښځو حضور او ګډون ته جدي پام وشي، له دې مه واره به یې غږ  رساوانه ورېدل شي. 
دوی وویل، په ولایتونو کې د سولې لپاره د ښځو د داوطلبانه فعالیتونو ترڅنګ  په دې اړه د دوی وړاندیزونه او نظریات باید واورېدل شي. د جګړې قربانیانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره دې واضح ستراتېژي او میکانیزم جوړ  او د انتقالي عدالت پر موضوع دې د سولې مذاکراتو کې جدي بحث وشي.
یادو ویناوالو له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې دې د سولې چارو وزارت استازولۍ ایجاد شي، ترڅو د سولې په پروسه کې د ښځو پراخ ګډون حتمي کړي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د هیواد لومړۍ مېرمن وویل، زه ستاسې د ټولو نظریاتو او وړاندیزونو مننه او ملاتړ کوم، خو تر ټولو مهمه موضوع په ولایتونو کې د سولې په پروسه کې د ښځو همغږي او د دوی پر رول د تمرکز لازیاتوالی دی.
د هیواد جمهوررئیس د سولې په موخه د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزو له اورېدو وروسته د دوی  د هڅو مننه  وکړه وې ویل، ما تل ستاسو ټینګ ملاتړ کړی او د سولې په پروسه کې هم ستاسې د شرعي او قانوني حقونو ملاتړی یم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د اساسي قانون دفاع د هر افغان مهم مسوولیت او دنده ده؛ د سولې مذاکراتي ټیم څخه غواړم چې د اساسي قانون او جمهوریت پر دفاع ټینګار وکړي. هغه زیاته کړه، اوس موږ د سولې په اړه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدلي یوو، خو د ښځو همغږي ډېره مهمه ده او لا هم لازمه همغږي نه ده رامنځته شوې.
جمهوررئیس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو ګومارنې ته په اشارې وویل، د سیاسي ملحوظاتو نه، بلکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د  میکانیزم له لارې به وړ ښځې پر دغو څوکیو وګومارل شي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ښځو چارو وزارت نور یوازې پالیسي جوړوونکی نه دی، بلکې د ښځو اړوندو موضوعاتو په برخه کې فعالیت کوي او د ټولو ښځو د غږ د قوت منبع دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته