جمهوررئیس د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد

کابل/ د چنګاښ ۳مه/ باختر

جمهور رئيس محمداشرف غني چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځينې رسمي سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شوی و، نن ماسپښین د دغه هیواد پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد.

ټاکل شوې جمهوررئیس به د دغه سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر نورو مقاماتو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي فصل او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته