سیاست

جمهوررييس کرزي دمارشال فهيم دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي نن له غرمې وروسته
دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم  د فاتحې په مراسمو کې چې دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شول ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس په دغو مراسمو کې دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پاک  روح ته دعا وکړه.
دهيواد جمهوررييس   دارواښاد کورنۍ او دوستانو ته دخپلې ژورې  خواخوږۍ او  ډاډګيرنې مراتب څرگند کړل او دلوى  خداى  ج له  دربار څخه يې مارشال فهيم ته دمغفرت  اوفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر او زغم هيله وکړه.
دفاتحې په مراسمو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي په ګډون سربيره  دجمهوررييس دويم مرستيال محمد کريم خليلي  ، دکابينې او دملي شورا  ددواړو مجلسونو غړو ، سياسي او جهادي شخصيتونو ، سلاکارو وزيرانو  ، دجمهوري رياست  يوشمير نوماندانو او دهغوى مرستيالانو  ، قاضي القضات  او دسترې  محکمې غړو ، دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا رييس او غړو، دخپلواکو ادارو  رييسانو  ، جګپوړو دولتي مسوولينو ، دملي امنيت دلوى رياست دمشرتابه هيئت ، دهېواد دولايتونو يوشمير واليانو ،  دوسله وال پوځ  جنرالانو  او  جګپوړو افسرانو ، دارواښاد مارشال فهيم دکورنۍ غړو ، دوستانو او سنګر والو  اوپه سلګونو تنو  کابل ښاريانو برخه اخيستې وه .
ديوبل خبرله مخې :
دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات کې دفاتحې اخيستلو دمراسمو له پرځاى کولو سره  جوخت دکابل ښار په څلورمه کارته کې دشيرشاه سوري په جامع جومات، دکابل ښار  ديوولسمې ناحيې  دخيرخانې مينې  دحاجې چمن په جامع جومات او دکارتې پروان دبهارستان په پارک کې د حضرت ابوبکر صديق رض   په جامع جومات اوپه نورو  جوماتونو کې دفاتحې اخيستلو مراسمو پرځاى شول  چې په هغو کې په زرګونو زرګونو تنو کابل ښاريانو ګډون کړي وو  اولوى  خداى  ج  په دربار  کې يې دعا وکړه  چې  فردوس  جنت   دمارشال فهيم  ابدي ځاى ورگرځوي . هغه ميړنۍ  چې دخپل   ارزښتناک   ژوندانه دوره يې دملي ارزښتونو دساتنې په لاره کې   تيره  کړه  او دجهاد اومقاومت په سنګرونو کې يې   ددين او  هېواد په  دفاع  لاس پورې کړ .
له دې سره  جوخت  دښځينه فاتحې اخيستلو په مراسمو کې  زموږ يو زيات شمير خويندې  ډله ډله  په کابل کې دمارشال فهيم کورته ورغلې    او دارواښاد له کورنۍ سره  دغمشريکې په ترڅ  کې يې ددغه  اتل ميړني پاک روح ته دعا وکړه او دلوى  خداى   ج له دربار څخه يې دمغفرت  اودفردوس  جنت هيله وکړه .
په همدې ترتيب دهېواد په ټولو ولايتونو کې  دمارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخيستلو مراسم پرځاى شول  او زموږ هيوادولو په دغو مراسمو کې په ګډون سره
دلوى خداى   ج له دربار څخه  دمغفرت   اودفردوس  جنت هيله وکړه.
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال  مارشال محمد قسيم فهيم دروان کال  دکب دمياشتې  په  اتلسمه نيټه ديکشنبې دورځې  په سهار  دزړه ددريدو له امله    له  ٥٦ کلونو  ګټور  ژوندانه وروسته وفات شو .
دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم  جنازه  پرون   دځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې  چې په زرګونو تنو هيوادوالوپکې ګډون کړي وو   دکابل ښار د بادام باغ په غونډۍ کې خارو ته وسپارل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته