کابل/ د مرغومي ۹ مه/ باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کاناډا د نوي سفیر ریډ داګلاس سیرس باور لیک ومانه.
د باور لیک سپارلو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول،
جمهوررئیس غني د کاناډا نوي سفیر ته د هرکلي پر مهال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د دغه هیواد د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د افغانستان او کاناډا ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د کاناډا سفیر سره په کتنه کې د دولت او مارکیټ جوړولو او سولې د اعمار په اړه معلومات ورکړل او هیله یې وښوده چې کاناډا دې د ساختماني ډیزاین، دولت او مارکیټ جوړولو په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
د کاناډا نوي سفیر ریډ داګلاس سیرس په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده وې ویل، هیواد به یې په یادو برخو او سولې مذاکراتو دویم پړاوو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.