سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررييس له امریکایي پلاوي سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا مرستیالې او د یاد هیواد د جمهوررئیس د کورني امنیت دستیارې مېرمن الیزابت شیرووډ راندال په مشرۍ پلاوي سره پلازمېنه تاشکند کې په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دغه کتنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، انکشافي او بشري مرستو او سولې پروسې د چټکولو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د تعهداتو په هکله بحث او خبرې وشوې.

د امریکایي پلاوې مشرې جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې له افغانستان سره په یادو برخو کې کړې ژمنې یو په یو عملي کړي.

نوموړې په ټینګار وویل د امریکا متحده ایالتونه په قوت له افغانستان سره مخته ځي او د افغان سولې بهیر په چټکولو کې به خپل نهایي کوښښ وکړي او په دې برخه کې به خپله منطقوي ډيپلوماسي لا فعاله کړي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو له همکاریو څخه په مننې، سوله د افغانستان  حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو لویه هیله او غوښتنه وبلله.

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته