سیاست

جمهوررييس غني :زموږ بندرونه باید په مهمه عایداتي منبع بدل شي

کابل باختر دليندي پنځمه
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دويآند دفتربآختراژآنس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د حیرتان بندر انکشافي پلان پر مسودې، پر ټکسيانو د ګرځنده اعلانونو طرحې او د هرات ښار د سطحي اوبو د ردې د طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د ښارجوړولو وزارت یو تن مسوول احمدذکي سرفراز د حیرتان بندر انکشافي پلان د مسودې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دا پلان  په اغيزمن او همدفمند ډول د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو، د حوزو جوړولو په ځانګړي ډول اقتصادي حوزه کې د پانګونې د جذب، د سوداګرۍ او صادراتو د ښه والي لپاره له ځمکې څخه د استفادې، د صادراتو د ښه والي او د هېواد د بندرونو د معیاري کولو په اړه ترتیب شوی دی.
هغه د افغانستان د بندرونو، د هېواد د شمال ترانزیټي لارو، د حیرتان بندر مقام، د بلخ ولایت ترانزیټ، د بندر راتلونکي انکشافي جوړښت، دآوسني حآلت  د ښه والي او ګډ بازار په اړه مفصل معلومات ورکړل او په دغه  بندر کې د شته ستونزو له ډلې یې د ځمکې معضلې، د عامه جایدادونو د اغيزمن مدیریت د نشتوالي، د ملکیتونو په اړه د موثرې پالیسۍ د نشتوالي او د پولې هغه غاړه د اقتصادي سیاست په اړه د لازمې پوهې د نشتوالي یادونه وکړه او د هغو د حل غوښتونکی شو.
په زېربنایي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ترانسپورټ وزارت سرپرست محمدحمید طهماسي، د فوایدعامې وزارت سرپرست یما یاري، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجینر حمیدالله یلاني، د ځمکو خپلواکې ادارې لوی رئیس جواد پیکار او د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب د بندرونو د ارزښت او معیاري کولو او دغه راز  خصوصي سکتور ته د فرصتونو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د بندرونو او ښارګوټو حقوقي موقف باید څرګنده او د ښارګوټو حقوقي موقعیت له بندرونو څخه تفکیک شي.
محمداشرف غني زیاته کړه، موږ باید د بندرونو شمېر او د هغونوعیت مشخص کړو. هغه د هېواد په بندرونو کې د خدمتونو وړاندې کول او دکاري فرصتونو رامنځته کول مهم وبلل.
جمهوررئیس وویل، د بندرونو لپاره واضح طرحې او روښانه موخو ته اړتیا لرو او زمونږ بندرونه باید پر مهمه عایداتي منبع بدل شي، ترڅو د عوایدو زیاته برخه د هېواد له بندرونو تامین کړو. 
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، په حیرتان کې دې موثر مدیریت رامنځته شي او د خصوصي سکتور لیدلوري دې هم واخیستل شي، ترڅو پر پانګونه تمرکز وشي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، زمونږ بندرونه باید د سیمې د هېوادونو داورګاډي پټلۍ سره ونښلول شي او له دغو بندرونو څخه دې د کانونود صادراتو لپاره هم ګټه واخيستل شي.
جمهوررئیس د هېواد په سرحدي ښارګوټو کې د ګډو بازارونو پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل، د اړوند ادارو یو ګډ پلاوی دې حیرتان ته لاړشي چې اساسي ستونزې یې وارزوي او د یاد بندر د ستونزو په اړه جامع او هراړخیز تحلیل وړاندې کړي.
وروسته پر ټکسیانو د ګرځنده اعلانونو طرحه د ګرځنده تبلیغاتي شرکت یو تن مسئول غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، د ګرځنده تبلیغاتي شرکت هدف، بازارموندنه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ وده، د ټکسي له لارې د اعلانونو د خدمتونو وړاندې کول او د خدماتو او محصولاتو کیفي کچې لوړول دي.
د کابل د ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي په دې اړه وویل، دا ښه نوښت دی او کابل ښاروالي به له دغه شرکت سره همکاري وکړي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې کابل ښاروالۍ به ګرځنده تبلیغاتي شرکت سره د ټکسیانو په وسیله د اعلانونو د خدمتونو وړاندې کولو د همکارۍ او د فیس اندازې پر تثبیت له هغوی سره خبرې وکړي
د غونډې په پای کې د هرات ښار د سطحي اوبو د ردې طرحه د هرات ښاروالۍ یو تن مسئول وړاندې کړه.
ډاکتر محمد همایون قیومي، انجنیر حمیدالله یلاني، انجنیر امان الله غالب او خانجان الکوزي څرګنده کړه،  هرات ښار له دې پلوه زیان منونکی دی او هغوی د دغې طرحې پر تطبیق ټینګار وکړ.
غونډې د هرات ښار د سطحي اوبو د ردې طرحې د هرکلي ترڅنګ، اړوندو ارګانونو ته  د یادې طرحې د عملي کولو لارښونه وکړه. #پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته