سیاست

جمهوررييس حامدکرزي له یوشمیر کارپوهانو اوماهرانو له ډلې سره وکتل

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دافغانستان ، پاکستان  اوهندوستان دسياسي اوپوځي چارو دکارپوهانو اوماهرانو له ډلې سره وکتل .

باختراژانس ته دجمهوررييس دويندوى ددفتر دمعلوماتوله مخې :

په دې کتنه کې  چې پرون ماښام په ارګ  کې وشوه ددغو دريو هيوادونو دسياسي حالاتو او دتروريزم او افراطيت له پلوه دهغو ګډوگواښونوپه باب چې افغانستان ، هندوستان اوپاکستان ورسره مخامخ  دي خبري اتري وشوې.

ددغې غونډې برخه والو دغه راز دافغانستان دسولې دبهير په باب  اوله ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته  دبهرنيو ځواکونو درول ، له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دامريکا دپوځې اډو دشتون او دسيمې دحالاتوپه باب خبرې اترې وکړې .

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي وويل چې له بنسټ پالنې څخه بايد دسياسي آلي په توګه استفاده ونه شي ځکه بنسټ پالنه ددغو دريو هيوادونو اوپه تيره بيا دپاکستان لومړۍ درجه دښمن دي .

جمهوررييس زياته کړه پاکستان هغه څه  چې په توان کې لري بايد په افغانستان کې دسولې دبهيرپه برخه کې همکاري وکړې اوله بنسټ پالنې سره جدي مبارزه وکړې .

حامدکرزي وويل  چې بايد هندوستان ته ډاډ ورکړ شي چې په افغانستان کې دسولې بهير هيڅکله  ددغه هيواد په زيان نه دي .

جمهوررييس په دوام زياته کړه زه دهند اوپاکستان دهيوادونو په سياسي مشرتابه باور لرم اويقين لرم چې دوي په سيمه کې راتلوونکو نسلونوته ښه راتلوونکي غواړي اوهغه ګډ ګواښونه  چې دغو دريوهيوادونوته متوجه دي درک  کړي دي  .

ددغې کتنې په پاى کې حامدکرزي ټينګار وکړ چې دګډو ګواښونو په پوهيدو سره دغه درې هيوادونه بايد له بنسټ پالنې او تروريزم سره بايد جدي مبارزه وکړې چې نننۍ کتنه دريو هيوادونو ته دنږدي کيدو اودغه ګډ هدف ته درسيدو په لاره کې  ښه نښه ده.

دهندوستان اوپاکستان  دپوځي اوسياسي چارودکارپوهانو اوماهرانوډله  له  دوو کلونو را په دي خوا دکاناډا  داوتاوا پوهنتون په نوښت دهندوستان اوپاکستان دهيوادونو دحالاتو په باب دخبرو اترو په برخه کې فعاليت لري اوپه دې وروستيو وختو کې دافغانستان دسياسي اوپوځي چارو کارپوهان او ماهران په دې ډله کې شامل شوي دي .

په دې کتنه کې په کابل کې دهندوستان اوپاکستان سفيرانو اودافغانستان ، هندوستان اوپاکستان دسياسي اوپوځي  چارو يوشميرکارپوهانو او ماهرانو ګډون کړې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته