کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دليتوانيا دبهرينو چارو له وزير اودرو نيوس اژباليس سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه دواړو لورو په افغانستان کې داوسنيو پرمختګونو او نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب خبرې وکړې .
دليتوانيا دبهرنيو چارو وزير دهغو پرمختګونوله امله چې په څو وروستيو کلونو کې په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې شوي دي خوښي څرگنده کړه او ويې ويل څو ځلې چې افغانستان ته مې سفر کړى دى داځلې پرمختګونه ديادونې وړ دي .
دهيواد جمهوررييس په غور ولايت کې دليتوانيايي سرتيرو دهڅو اوهاند اودغه راز دامنيت دتامينولو اوبيا جوړولو په برخو کې دهغوى دمرستو اوهمکاريو له امله قدر داني وکړه .