سیاستخبرونهTOP

جمهورررییس له حامد کرزي، ډاکټرعبدالله او استاد سياف سره وکتل

۴۲- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د هېواد له پخواني جمهوررييس حامدکرزي، د ملي پخلاینې د عالي شورا له رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او له جهادي مشر استاد عبدرب الرسول سياف سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه؛ د سولې بهير، د ملي پخلاینې د عالي شورا د جوړښت د څرنګوالي او د هغه د لومړنۍ غونډې د جوړولو په اړه خبرې اترې وشوې.
ختم – ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته