سیاست

جمهوررئیس کرزی: په میلیونونو افغانان به په انتخاباتوکې په ګډون سره د هېواد د سیاسي زعامت د ټاکلو لپاره خپله اراده تمثیل کړي

کابل_باختر د وري دمياشتې ٥مه:
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د کابل د دارالامان په سیمه کې د انتخاباتو پر ساحوي دفتر، د کونړ په مرکز اسعد آباد کې د نوى کابل بانک پر يوې څانګې او په کندزکې تروریستي بریدونه په سختو ټکو وغندل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په هېوادکې د افغانستان د دښمنانو لخوا ننني تروریستي بزدلانه بریدونه د افغانستان د دښمنانو هغه ناکامې هڅې وبللې چې غواړي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د افغانستان د خلکو د پراخ ګدون مخه ونیسي.
جمهور رئيس کرزي په ټينګار سره څرګنده کړه چې د افغانستان دښمنان نه شي کولی د دا ډول بزدلانه اعمالو په ترسره کولو سره افغان ولس د خپل سرنوشت له ټاکلو څخه منع کړي، بلکې په ميلیونونو افغانان به په راتلونکو انتخاباتو کې د خپلې ارادې په تمثیل سره د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي.
جمهور رئيس حامد کرزي وویل چې ۱۱ ورځې وروسته به په ټول هېواد کې په میلیونونو افغانان د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د هېواد د سیاسي زعامت د ټاکلو لپاره به خپله اراده تمثیل کړي.
د هېواد جمهور رئيس په دغو تروریستي بریدونوکې د شهیدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته