کابل باختر دثور اته ويشتمه
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې د سیکا یا د آسیا د متقابلو همکاریو او د اعتماد جوړونې د تدبیرونو د سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه په سیمه ئیز وخت نن ماښام د چین هېواد د شانګهای ښار ته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترازانس ته خبرورکړ.
په پام کې ده چې جمهوررئیس حامد کرزی به سبا د چین هېواد له جمهوررئیس شي جین پینګ سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو او د دوه اړخیزو مناسباتو د پراختیا او د یو شمېر سیمه ئیزو او د علاقې وړ مسلو په باب به خبرې ورسره وکړي.
همدا راز ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهوررئیس د سیکا سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې وینا هم وکړي.
1 1 دقیقه لوستل