سیاست

جمهوررئیس کرزی: موږ ټول به له نوي حکومت سره همکار و اوسو

حامد کرزی: نوی حکومت به د ښځو په برخه کې د ترلاسه شویو بریاوو لړۍ ته ادامه ورکړي

کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٥مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د هېواد یو شمېر مېرمنو ته په خطاب کې وویل: " د ژوند له ټولو ستونزوڅخه د افغانستان د ښځو د خلاصون یوازینۍ لاره د نوي نسل ښوونه او روزنه ده چې له هرڅه وړاندې باید ورته پاملرنه وشي."
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس کرزي په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، په تېره یوه لسیزه کې د ښځو د حقونو اعادې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: " له کومه ځایه چې موږ د هېواد د ښځو د حقونو د اعادې لپاره کار پیل کړ او تر ننه پورې چې کوم ځای ته رسیدلي یو، زما له نظره لږ مزل مو وهلی دی او هغه ستونزې او مصیبتونه چې زموږ د هېواد ښځې ورسره مخامخې دي، لا هم په بشپړه توګه له منځه نه دې تللي."
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، نورو ته زموږ احتیاج، فقر، تنګسيا او کوم سیاسي حالت چې زموږ پر هېواد راغلی دا ټول د تعلیم د نشتوالي له امله دي. تعلیم د نورو له احتیاج  څخه د خلاصون یوازینۍ لاره ده.
جمهوررئیس حامدکرزي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به  د هېواد د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او په تېرو ۱۲ کلونوکې د ترسره شویو بریالیتوبونو د پرمخ بیولو لړۍ ته به دوام ورکړي.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه چې د جمهوري ریاست دواړو نوماندانو ته یې ویلي دي، تاسو چې هر توافق کړی دی، هغه تطبیق کړیء، موږ ستاسو توافق ته احترام لرو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ غواړو چې دوی سره شریک حکومت جوړ کړي خو ډېرژر دې جوړ کړي.
حامد کرزي څرګنده کړه چې هېواد سیاسي اپوزیسیون ته ضرورت نه لري، بلکې افغانستان ملګرتیا، همکارۍ او همغږۍ  ته ضرورت لري، موږ ټول به له نوي حکومت سره همکار و اوسو او ځانونه به ورته پل کړو.
همدا راز جمهوررئیس حامدکرزي د غونډې برخه والو مېرمنو ته ډاډ ورکړ چې په پغمان کې یو شمېر ميرمنو ته د بې حرمتۍ پیښه یې جدي نیولې ده او عاملینو ته یې د اعدام غوښتنه کړې ده.
په دې کتنه کې د غونډې د برخه والو مېرمنو لخوا جمهوررئیس حامد کرزي ته، د هغه د غوره خدمتونو له امله د ستاینې لوحه ورکړ شوه.
بیا، د ښځو د چارو وزیرې مېرمن حسن بانو غضنفر، جمهوررئیس کرزی مخاطب کړ، وې ویل چې د افغانستان د ښځو لپاره ستاسو کاري دوره یوه طلایي او بې مثاله دوره وه چې موږ به د دغې دورې خاطرې له ځان سره  وساتو او له نوي نسل سره به یې شریکې کړو.
د سر څیړونکي مرستیالې غوټۍ خاورې جمهوررئیس ته وویل چې تاسو له تورتم څخه د رڼا په لور د ښځو د پرمختګ او روښانه سبا د تضمین لپاره بله ډیوه په لاس کې نیولې او د بدمرغۍ له تورو تیارو څخه سپین سبا ته د رسېدو په نیت دې زموږ سره ګام په ګام مزلونه کړي دي. په اغزو دې پښې ایښې دي او زموږ راتلونکي ته دې د ګلانو د کرلو تکل کړی دی.
غوټۍ خاورې له جمهوررئیس کرزي څخه وغوښتل چې خپله ملي ژمنه به یوازې د خپلې ټاکلې دورې په پای ته رسېدو سره، تر سره شوې نه بولي، بلکې را روانه اداره به د خپلو څه کم یوې نیمې لسیزې ملي او سیاسي تجربو او مشورو په ملاتړ د افغان ملت د سوکالۍ او هر اړخیز پرمختګ په موخه بریالۍ کوې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته