– کابل باختر دثور دمياشتې ٣١ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت نن شپه د فدراتیفې روسیې له جمهوررئیس ولادیمیرپوتین سره د شانګهای په ښارکې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو، په سیمه کې له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې او یو لړ نورو سیمه ایزو مسلو په باب خبرې وکړې.
د روسیې جمهوررئیس د افغانستان په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون او د لومړي پړاو په بریالیتوب سره د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، هیله یې وکړه چې د انتخاباتو دوهم پړاو هم په بریالیتوب سره ترسره شي.
په دې کتنه کې دواړو جمهورو رئیسانو د افغانستان او روسیې ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د اقتصادي او پوځي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
دواړو لورو تروریزم او افراطیت د سیمې لپاره یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یي وکړچي د سیمي هيوادونه باید له دغه ګواښ سره په ګډه او جدي مبارزه وکړي.
د افغانستان او روسیې جمهورو رئیسانو په سیمه کې د افراطیت او نورو سیمه ایزو مسلو په اړه ګډ نظر درلود.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان د راتلونکي منتخب جمهوررئیس د تحلیف د مراسمو پرځای کېدل د افغانستان لپاره یوه مهمه تاریخي ورځ وبلله او د روسیې له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې په دغو مراسموکې د ګډون لپاره خپل یو لوړ پوړی پلاوی را واستوي چي دغه بلنه د ښاغلي پوتین لخوا ومنل شوه.
د افغانستان جمهوررئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان په تېره یوه لسیزه کې له روسیې سره ښې اړیکې لرلې دي.
ده، زیاته کړه چې د افغانستان او روسیې جغرافیایی نیږدیوالی، تاریخي اړیکې او مشترکې ګټې د دې سبب کیږي چې د افغانستان راتلونکی حکومت هم له روسیې سره د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.