امنیت

جمهوررئیس کرزي په کونړکې د امریکایي ځواکونو هوایي بمباري په کلکه وغندله

کابل – باختر د وږي د مياشتې ١٩مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کونړ په ولایت کې د امریکایي ځواکونوپرونۍ هوایي بمباري چې له امله یې د سیمې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښتله، په کلکوټکو وغندله او د چارو د ادارې چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغې پیښې د څیړنې لپاره ډیر ژر یو پلاوی واستوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د کونړ د والي د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې د غازي غونډى او قلاونو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د سه شنبې د ورځې د هوایي بمبارۍ له امله د دوه ماشومانو او دوو ښځو په شمول څه نا څه ۱۱ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانوکې ښځې او ماشومان شامل دي.
همدا راز جمهوررئیس کرزي، نن د کونړ له والي سره په ټیلیفوني خبروکې هغه ته هدایت ورکړ چې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره لازمې بیړنۍ مرستې وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته