سیاست

جمهوررئیس کرزي: د هېواد د غالیو د صنعت او سوداګرۍ انکشاف زموږ د ټولو ملي دنده ده

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه:
د هېواد د غالیو د صنعت او سوداګرۍ انکشاف زموږ د ټولو ملي دنده ده ترڅو د دغه صنعت په ترقۍ او پرمختګ کې ونډه ولرو، دغه ونډه اخیستنه په ځانګړي ډول کولای شو د هېواد د غالیو د پیرودلو له لارې ترسره کړو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه موضوع د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپلې راډیویي وینا کې چې له ملي راډیو څخه په هرو پینځلسو ورځوکې یو ځل خپریږي، څرګنده کړه.
جمهوررئیس کرزي وویل د هېواد د غالیو په صنعت کې هغه مهال پرمختګ راوستلی شو چې د هغو فابریکه یي غالیو او فرشونو پرځای چې له بهر او یا زموږ له ګاونډیو هېوادونوڅخه راځي، د خپل هېواد ټغر، غالۍ او یا هغې ته ورته خپل کورني تولیدات و پیرو.
حامدکرزي څرګنده کړه، لکه څنګه چې معلومه ده زموږ د هېواد غالۍ د دوام، ښکلا او جنسیت له پلوه د بهرنیو غالیو په پرتله غوره دي، له دې امله کله چې د خپل کور لپاره غالۍ اخلو نو باید د خپل هېواد غالۍ را ونیسو چې په دې ډول به مو غالۍ اوبدونکي تشویق او د هېواد د سنتي صنعت په ترقۍ او پرمختګ کې به مو خپله  ونډه ترسره کړې وي.
د هېواد جمهوررئیس د هغې نړیوالې جایزې له امله چې د افغانستان غالیو د نړۍ د ۶۰ هېوادونو د غالیو له منځ څخه ترلاسه کړه چې تېره اونۍ د آلمان په هېوادکې د غالیو په نړیوال نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوې وې، د هېواد ټولو غالۍ اوبدونکو، د غالیو صنعت کارانو او سوداګرو ته مبارکي وویله.
حامدکرزي وویل: زموږ په هېواد کې تر ټولو ښکلی او مشهور سنتي صنعت د غالیو اوبدل دي چې له کلونو کلونو را په دیخوا هم د افغانستان د شهرت سبب شوی او هم زموږ د خلکو لپاره د عایداتو لامل دی. نن د غالیو اوبدلو صنعت د افغانستان پر شمال او شمال لویدیځو سیمو سربیره په مرکزي سیمو کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونوکې هم  پراختیا موندلې ده او په ټول هېواد کې یو زیات شمېرښځې او نارینه په غالۍ اوبدلو او د غالیو د صنعت پر کار باندې مشغول دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې د دغه ملي صنعت په پراختیا سره د هغه په تولیداتوکې هم زیاتوالی راغلی دی. هم د هېواد په دننه او هم  په بهرنیو هېوادونوکې د افغانستان غالیو ته تقاضا موجوده ده د هغو صادرات هم کال په کال رونق مومي. لکه څنګه چې د افغانستان د غالیو سږني صادرات د تېر کال په پرتله په بې سابقې ډول ډیر شوي دي.
جمهوررئیس کرزي ټینګار وکړ چې د هېواد د دغه سنتي صنعت د اقتصادي او اجتماعي اهمیت په پام کې نیولو سره حکومت او د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د ترقۍ بنسټونو ته لازمه ده چې د دغه صنعت د ښه والي او لا انکشاف، د غالۍ اوبدونکو د ژوندانه د ښه والي او د غالیو اوبدونکو کورنیو ته د موادو د برابرولو په برخه کې  د ګټورو او عملي پروګرامونو له لارې په دوامداره توګه جدي پاملرنه وکړي.
ده، همدا راز وویل چې په افغاني غالیوکې باید پخوانۍ طرحې او ډیزاینونه حفظ شي او د نویو طرحو او ډیزاینونو د ترویجولو په برخه کې باید له غالۍ اوبدونکو سره مرسته وشي او زمو د غالیو صنعت کاران دې پخپله په دې برخه کې هڅه وکړي چې د نورو هېوادونو له غالیو سره په سیالۍ کې مخکښ و اوسي او نړۍ ته ښکلې او نفیسې غالۍ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته