سیاست

جمهوررئیس کرزي د سمنګانو په ولایت کې د وروستیو مظاهرو د سازمان ورکولو او په هغوکې د مرګ ژوبلې د عواملو د څیړنې لپاره یو دولتي هيئت توظیف کړ

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ١٠ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هغو مظاهرو د سازمان ورکولو د علت او انګیزې د موندلو او هر اړخیزې څیړنې په موخه چې د روان کال د جدي په درېیمه نېټه د سمنګانو په مرکز د ایبک په ښارکې ترسره شوې او له څو ورځو ځنډ وروسته، نن یو ځل بیا له سره پیل او په تاوتریخوالي واوښتې چې له امله یې دوه تنه لاریون کوونکي ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول، د یو حکم په ترڅ کې د جمهوري ریاست د سلاکار الحاج  محمد طاهر صافي  په مشرۍ یو دولتي هيئت و ګماره.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه هیئت چې په ترکیب کې یې د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا د لوی ریاست استازی لوی پاسوال محمد اسلم مسعود، د ملي امنیت د لوی ریاست استازی ډګروال برکت الله، د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازی حبیب الله جبارخیل، د لویې څارنوالۍ استازی ډګروال شفیق او د کورنیو چارو وزارت استازی سمونوال عبدالقهار شامل دی، دنده لري چې د سمنګانو ولایت له مقام، د امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو له چارواکو، د سیمې له سپین ږیرو او مخورو او د ولایتي شورا له غړو سره په همکارۍ کې د مظاهرو اصلي ریښه پیدا کړي او له نتیجې څخه دې د درې ورځو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته رپوټ ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته