سیاست

جمهوررئیس کرزي د ایټالیا د صدراعظم له مرستیال او د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ١٦مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن ماښام د ایټالیا د صدراعظم له مرستیال او د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي انجلینو الفانو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، د امنیتي انتقال د بریالي عملي کېدو او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
په کتنه کې ښاغلي انجلینو الفانو د ایټالیا د صدراعظم او جمهوررئیس نیکې هیلې او د درناوي مراتب جمهوررئیس حامدکرزي ته څرګند کړل.
د ایټالیا د صدراعظم مرستیال په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هېواد به یې د ناټو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
حامدکرزي ایټالیا د افغانستان دوست هېواد وباله او له ښاغلي انجلینو الفانو څخه یې وغوښتل چې د ده نیکې هیلې هم د هغه هېواد جمهوررئیس او صدراعظم ته و رسوي.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنې یو وار بیا بیان کړې او وې ویل چې په هېواد کې د سولې ټینګښت افغانانو ته له هرڅه نه مهم دی ځکه دوی غواړي چې په یو موټي افغانستان کې د یو واحد نظام تر چتر لاندې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته