سیاست

جمهوررئیس کرزى: افغانستان د پرمختګ او ترقۍ په لور روان دی

کابل_باختر د وري دمياشتې ٤مه:
د الکوزو د قوم د سراسري شورا غړو د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په هېواد کې د ملي یووالي پر لا ټینګښت باندې ټینګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د الکوزو د قوم د سراسري شورا څو تنو غړو خبرې وکړې او د دغې شورا د جوړولو هدف یې په هېوادکې د ملي یووالي او اتفاق لا ټینګښت وباله.
د الکوزو د قوم مشرانو وویل: د دوی هڅه دا ده چې په ټولو مهمو ملي مسلوکې د هېواد ټول قومونه سره همغږې او مهمې پیچلې موضوع ګانې د تفاهم او ډیالوګ له لارې حل کړي.
دوی ډاډ څرګند کړ چې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتوکې به په براخه کچه ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته به رایه ورکړي.
د الکوزو د قوم سراسري شورا د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ  په هېوادکې تېرو دولسو کلونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ستاسو زعامت د دې سبب شو چې د نړۍ په ډیری هېوادونوکې د افغانستان بیرغ و رپیږي. ستاسو رهبري زموږ په زړونوکې یوه خاطره ده چې په تاریخ کې به هم د تل لپاره پاتې شي.
جمهوررئیس حامدکرزي په هېواد کې د اتحاد او اتفاق او د قومونو ترمنځ د تفاهم او همږۍ په رامنځته کولوکې د قومي شوراګانو رول مهم او رغنده وباله، د ملي یووالي د لا ټیګښت لپاره یې د الکوزیو د قوم د سراسري شورا هڅې وستایلې.
جمهوررئیس په هېوادکې له شویو پرمختګونو څخه د یادونې په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی.
ده، وویل: دغه پرمختګ هغه مهال لا ګړندی او هېواد مو پیاوړی کیدلای شي چې په میلونونو افغانان را ووځي د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړشي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي.
جمهوررئیس حامدکرزي د الکوزیو مشران وهڅول چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي او تعلیم پرې وکړي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې موږ هغه مهال له نړۍ سره ځان سیالولای او په معاصرې ټکنالوژۍ باندې لاس بري کیدلای شو چې روزلي ځوانان ولرو ځکه چې نن هرڅه د علم له لارې ترلاسه کېدلای شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته