امنیت

جمهوررئیس محمد اشرف غني په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو طرحې د څرنګوالي او پرمختګونو راپور واورېد

کابل/ د زمري ۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو  وزارت رهبري سره د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې غونډه وکړه.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغه غونډه کې چې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي د جمهوررئیس په لارښوونه د یاد وزارت د تشکیلاتو، تامیناتي، جرمونو سره د مبارزې او د ملي پولیسو د ښوونې او روزنې په اړه د اصلاحي طرحو د تطبیق، پرمختګونو او په دې برخه کې د شته خنډونو او حل لارو په اړه  جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ولایتونو او ولسوالیو د امنیه قومندانانو د کړنو د ارزونې، په کمیساریو کې د اصلاحاتو، د سیمه ییزو پولیسوبرنامې د تطبیق او فساد سره د مبارزې په اړه هم خپل معلومات شریک کړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته په کورنیو چارو وزارت کې پر بنیادي اصلاحاتو او د پولیسواصلاحي برنامو د عملي کېدو لپاره د سیستمونو پر جوړولو او د ملي پولیسو تشکیلاتو کې پر لا ډېرو اصلاحاتو ټینګار وکړ.

د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته پر خپل وخت په رسیدګي او  د امنیت په تامین په ټینګار وویل، د ملي پولیسو د ښوونې او روزنې ترڅنګ باید ملي پولیس ولس محوره  او ستونزې یې، حل شي.

محمداشرف غني د قانون د حاکمیت، په ښارونو کې له جرمونو سره د مبارزې او د هیواد د لویو لارو د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په امنیه قومندانیو، کمېساریو او بندرونو کې د اصلاحاتو راوستل او د امنیه قومندانانو هراړخیزه ارزونه اړین وبلل.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته