جمهوررئیس غني کروندګرو ته په خطاب کې: هره بسوه ځمکه چې تاسې فعالوی هغومره ورسره زموږ استقلال زیاتېږي
کابل باختر دوري دمياشتې ٤ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د بزګر ورځې په مناسبت د پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له یو شمېر کروندګرو سره وکتل.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په پیل کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې د کرنې وزارت فعالیتونو ته په اشارې وویل، پخوا یې فعالیتونه یوازې تر مرکزونو محدود و، خو اوس تر ولسوالیو غځیدلې دي.
هغه زیاته کړه، د منظمو پلانونو له مخې د دغو فعالیتونو په نتیجه کې کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ او د لبنیاتو پروسس وده کړې ده او د کروندګرو په محصولاتو او ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
هغه جمهوررئیس او کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې تر کار لاندې پلانونو له مخې به روان کال کې دغو ولایتونو کې د کرنې وزارت فعالیتونه لا زیات او چټک شي.
ورپسې د کروندګرو په استازیتوب ډاکټر شاه محمود له کروندګرو څخه د جمهوررئیس له ملاتړه مننه وکړه وېي ویل، په تېرو دووکالو کې یې په څلورو جنوب ختیځوولایتونو کې د کرنې په برخه کې ډېر محسوس تغییرات لیدلي دي.
هغه زیاته کړه، که د کروندګرومحصولات زیات اوپه مناسبه بیه خرڅ شي؛ نوبېوزلي، بیکاري، ناامني او نشه يي توکي به هم ورسره ورک شي.
دغه کروندګر وویل ، چې دغه ولایتونه په اکثریت مواردو کې له نهایت محرومیته کړېږي، نو بناً دغو ولایتونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
همداراز میرمن ضیا ګل د دغو ولایتونو د ښځینه کروندګرو په استازیتوب وینا وکړه او په دغو ولایتونو په ځانګړي ډول لوګرولایت کې یې د ویالو پاکولو، د چرګانو او مچیو روزنې، د کرنیزو فارمونو ایجاد او په کوپراتیفونو کې د ښځینه کروندګرو غړیتوب په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه.
هغې په کرنیزو کوپراتیفونو کې د ښځو ګډون او ښځینه کروندګرو ته د حکومت پاملرنه وستایله او ښځینه کروندګرو ته یې د حکومت لا زیاته پاملرنه وغوښته.
ورپسې جمهوررئیس محمداشرف غني په اوسنیو سختو شرایطو کې د کروندګرو کار او زحمت وستایه او هغوی یې د دې خاورې اصلي ساتونکي وبلل چې نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په زیاتولو سره د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه لري بلکې د خپلو سیمو د امنیت په ټینګښت کې هم مهم نقش لوبوي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، هره بیسوه ځمکه چې تاسې فعالوی هغومره ورسره زموږ استقلال زیاتېږي، هر ښځینه چې د مچیو او چرګانو په ساتنه او باغدارۍ برخه کې ګام پورته کوي، دا په اصل کې د افغانستان د ترقۍ په لور ګام دی او هر څومره زحمت چې کاږي هغومره ورسره افغانستان د خودکفايي په لور درومي.
جمهوررئیس کروندګروته په خطاب کې وویل، پخواستاسو محصولاتو بازارنه درلود، د لومړي ځل لپاره مې دفاع وزارت ته وویل چې د خپلو کروندګرو محصولات وکاروي او دا لړۍ به نورو وزارتونو ته هم وغځول شي او تر هغو به روانه وي چې پیداوارو ته کورنی او بیا بین المللي بازار پیداشي.