سیاست

جمهوررئیس غني ځوانانو ته په خطاب کې: نن تاسو وښوده چې مشترکه ژبه او عظیم ظرفیت لرئ

کابل باختر د زمري د مياشتې٢٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له راغلو ځوانانو سره په غونډه کې د دوی طرحې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې یو شمېرځوانانو له فساد سره د مبارزې، د ادارې د اصلاح، د اقتصادي زونونو د انکشاف، د بې وزلي د کموالي، سولې، امنیت، ټاکنو او اقلیمي بدلونونو، د ځوانانو د ملي ستراتیژۍ او افغانستان پېژندنې په اړه خپلې طرحې له جمهور رئیس غني سره شریکې کړې.
ځوانانو په دغو طرحو کې چې د ګروپي کارونو په پایله کې یې ترتیب کړې وې موجوده ستونزې، د هغو حل او د عملي کولو لارې چارې وړاندې کړې. هغوی وړاندیز وکړ چې د دغو طرحو په تطبیق کې دې هم د ځوانانو رول ته پام وشي. 
د هېواد لومړۍ مېرمن دځوانانو طرحو ته په اشارې وویل، کله چې موږ ټول یو ځای یوو، نو ګډاو ګټور کارونه کولی شو، ځکه په اتحاد کې قوت دی. تاسو غښتلي یاست او وطن ته خدمت ستاسو حق دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې غونډه له دې امله خوښي وښوده چې ښځو او نارینه و په کې مساوي ونډه لرله او له دې امله یې له ځوانانو مننه وکړه چې په خپلو طرحو کې یې د ښې ستراتیژۍ عمده اصلونه رعایت کړي، عمده ستونزې یې ښې تحلیل کړي او د تطبیق په برخه کې یې هم د هغوی نظرونه او مشورې وغوښتې.
جمهور رئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو نن عملاً وښوده چې مشترکه ژبه او عظیم ظرفیت لرئ، دا هېواد دقیق پېژنئ. لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال فکر کولی شئ او باید ستاسو له ظرفیت څخه استفاده وشي.
هغه زیاته کړه، تاسې د افغانستان له هر ګوټ څخه راغلي یاست، ستاسو په منځ کې هیڅ ډول تفرقه او تبعیض نشته. نن مو وښوده چې افغان ښځه او نارینه یو د بل ملاتړي دي او شریکه ژبه لري او زه پر تاسو ټولو ویاړم.
جمهور رئیس وویل، هر ځل چې اصلاحات راوړم او ستاسو غوښتنې عملي کوم، نو ځینې راته وایي چې په انزوا کې یې او یوازې یې، مګر نن تاسو په خپلو طرحو سره واضح ځواب ورکړ چې هغوی په انزوا کې او یوازې دي چې ستاسو غوښتنې نه مني.
جمهور رئیس غني د ځوانانو له دوه ډالیو د غازي امان الله خان نښان او قلم څخه په مننې وویل، دا ډالۍ په دې مانا چې تاسو هم د غازي امان الله خان د نیمګړي څپرکي د بشپړولو غوښتونکي یاست او هم د زور پرځای پر قلم باور لرئ. هغه زیاته کړه، ماته تر ټولو لویه ډالۍ ستاسو همغږي ده.
جمهور رئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، په تاسو کې زه ملي تعهد وینم او له همدې امله په هره ستونزه بریالي کېدلی شئ. هغه زیاته کړه، د کابل پروسې کنفرانس کې مې بین المللي ټولنې ته پیغام دا و چې په افغانستان کې خپل شریک یانې ځوانان انتخاب کړئ او په دې نسل باید پانګونه وشي.
محمد اشرف غني وویل، د نسلي بدلون فکر د تفرقې او نفاق ستونزه حلوي او پر واحد افغانستان باید باور لرو، ځکه دا هېواد مو په اتحاد، وینو او سرښندنو ګټلی او ساتلی دی.  هغه زیاته کړه، موږ او تاسو باید د هېواد د ابادۍ، اتفاق، تاریخ څخه د زده کړې او د نیمګړي څپرکي د بشپړولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو او ثابت قدمه واوسو.
جمهور رئیس غني د افغان ښځو ظرفیت ته په اشارې وویل، دوی ته باید په بېلابېلو برخو کې د کار او خدمت لا ډېرې زمینې برابرې شي. همدارنګه یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې هم وستایلې او په اساسي توګه یې د ادارو په ځوانېدو ټینګار وکړ.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته