کابل باختر دزمري ٢٦: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار په ادارې غونډه کې ګډون وکړ او د غزني ښار د عمومي وضعیت راپور یې واورېد. دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي د غزني ښار د عمومي وضعیت د راپور وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د اوبو رسولو، برېښنا او مخابراتو سیستمونه فعال شوي دي، خو لا زیات کار ته اړتیا ده. جمهوررئیس غني په غزني کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د شهيدانو روح ته د دعا تر څنګ وویل، سملاسي د غزني ښار د اداري ودانیو او نورو برخو د بیارغاونې لپاره ۲۰ میلیون ډالره ځانګړي کېږي. د هېواد جمهوررئیس د کرنې اوبولګولواومالدارى، عامې روغتیا، انرژۍ او اوبو اود مخابراتواومعلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د څښاک د پاکو اوبو د رسولو، روغتیایي مرستو، برېښنا او مخابراتو په برخو کې عاجلې مرستې وکړي.#پاى- ع
0 1 دقیقه لوستل