سیاست

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د کاناډا له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کاناډا له سفیر کینیټ نیوفیلډ سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د کاناډا له همکاریو مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې  د ښاغلي نیو فیلډ د هڅو قدرداني وکړه او هغه ته یې په راتلوونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د کاناډا سفیر کېنېټ نیو فیلډ هم په افغانستان کې پرخپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او په راتلوونکي کې یې هم له افغانستان سره د هغه هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته