کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د سردارمحمد داوود خان او وزیر محمداکبر خان روغتونونو کې د بسترو ټپي ناروغانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي ورکړه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس لومړی سردارمحمدداوود خان روغتون ته ورغی په داسې حال کې چې د ملي دفاع لوی درستیز او د سردارمحمد داوود خان روغتون مسوولينو یې ملتیا کوله د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته یې ډاډګېرنه او نقدي مرسته ورکړه.
جمهوررئیس غني د سردار محمد داوود خان روغتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتوڅخه کار واخلي. مسوولينو بستري ټپیانو ته د پر وخت رسیدګۍ په اړه جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو د هېواد د جمهوررئیس له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې وطن څخه په دفاع او د خلکو د سوکالۍ په لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
ورپسې جمهوررئیس محمداشرف غني وزیر محمداکبرخان روغتون ته د ټپیانو پوښتنې ته ورغی او هغوی ته یې هم د ډاډګېرنې تر څنګ د اختر مبارکي ورکړه.
د ټپیانو د پوښتنې پر مهال جمهوررئیس ته مسوولو ډاکټرانو د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه معلومات ورکړل. جمهوررئیس ټپیانو ته په وخت رسیدګۍ باندې ټینګار وکړ او بسترو ټپیانو سره یې نقدي مرسته وکړه.
0 1 دقیقه لوستل