جمهوررئیس غني : موږ د کار د نسل د بدلون شاهدان یوو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اړه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په دې اړه خبرې وکړې ويې ویل، د جمهور رئیس د مشورې پر اساس اته میاشتې وړاندې په دې اړه وړاندیزونه وشول چې د هغو له تعقیب وروسته اوس ښه پړاو ته رسېدلي یوو.
هغه زیاته کړه، په مسلکي او زراعتي ښوونځیو کې کیفیت باید په داسې کچه وي چې زده کوونکي له فراغت وروسته د کار بازار کې جذب شي.
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال رحیل فرملي وویل، زموږ زیات تمرکز د افغانستان د کار بازار د اړتیاو په سنجولو دی او موږ پلان لرو چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې څو موډل ښوونځي جوړ کړو، تر څو د هېواد تعلیمي او تخنیکي نصاب د کار بازار سره سم عیار شي.
ده زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مینه والو د جذب او کانکور سیستم کې بدلون راځي او د ښوونکو د روزنې لپاره جامع لایحه برابرېږي چې د فارغانو د کار ظرفیت په لوړولو اغېز ولري او هغوی په خصوصي سکتور کې کار ته جذب شي.
د کرنې وزارت معین احمدفهیم ضیایي وویل، دکرنې وزارت تیار دی چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت درسي کریکولم په برخه کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، دکرنې وزارت له  هغو ښوونیزو بنسټونو سره چې د زراعت په برخه کې فعالیت کوي، د اړیکو د زیاتوالي کوښښ کوي.
د جمهوري ریاست سلاکار رفیع الدین ملکزي وویل، کارونه او خدمات باید معیاري وي او د کار مارکېټ ته زیاته پاملرنه وشي.
جمهور رئیس غني وویل، باید د ښوونځیو او انسټیټیوټونو مدیرانو کې زیاته انګېزه ایجاد شي، ځکه په تصمیم نیولو، اختیاراتو او مصئونیت کې ازادي مهمه ده، تر څو استادان په خوښۍ کار وکړي.
ده زیاته کړه، اوس موږ د کار د نسل د بدلون شاهدان یوو او د ښوونځیو د مدیریت لپاره باید داسې کسان وګومارل شي چې اوږدمهاله لیدلوري ولري.
جمهور رئیس د نوري فایبر ارزښت ته په اشارې وویل، ښوونځي باید نوري فایبر سره ونښلول شي او زده کوونکي کمپیوټري پوهه ولري.
هغه ټینګار وکړ چې په مقرراتو، استخدام او روزنه کې باید معیار رعایت شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په تحصیلي بورسونوکې باید تکړه زده کوونکي واستول شي، مسلکي زده کړې انکشاف وکړي اوکډوالوته هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته