جمهوررئیس غني : ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې رامنځته کول دي

–  کابل باختردوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکو اعلی سر قومندان محمداشرف غني په حضور کې له کورنیو چارو وزارت څخه دعامه نظم قومندانۍ علم شریف ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړ شوي وو، جمهوررئیس
وویل، د عامه نظم قومندانۍ له انتقال سره د کورنیو چارو وزارت اهمیت زیات شوی، ځکه پخوا دا وزارت له اصلي دندې چې د قانون نافذول وو وروسته پاتې وو او زما توجه تل په کورنیو چارو وزارت متمرکزه وه.
د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان څرګنده کړه، د وسله‌والو ځواکونو ځای پرځای کول باید ناسم تعبیر نشي، په کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي. زما لارښوونه دا ده چې له پولیسو هراړخیز ملاتړ وشي او باید تلفات راټیټ شي او ستاسې له هر فرد څخه ساتنه زموږ ملي او اسلامي وجیبه ده.
هغه زیاته کړه د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې ایجاد دی، ځکه تر هغو چې واحده قومنده نه وي زموږ وسله‌وال ځواکونه هدف ته نشي رسېدی. جمهوررئیس د مسوولیت او صلاحیت پر تفکیک، واحد پلان جوړولو او په واحدې او منسجمې سوق او ادارې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، عامه نظم به د کمانډو او ځانګړې قوا سره په همغږۍ ښه ظرفیت جوړ کړي، ترڅو سیمې په اساسي ډول وساتي او دا ځواکونه به په ښو تجهیزاتو مجهز شي.
هغه څرګنده کړه: خلک، دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید واحد صف ولري او نن د ویاړ ځای دی چې خلک په بې ساري ډول له خپلو وسله‌والو ځواکونو څخه ملاتړ کوي، زه د خلکو څخه د هغو د ملاتړ له امله مننه کوم او له تاسې هم مننه کوم چې دغه باور مو رامنځته کړی دی.
د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان زیاته کړه، زموږ د وسله‌والو قواو په
لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري او زموږ ځواکونو باید یوازې د افغانستان بیرغ او علم شریف ته ژمن وي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: اصلاحات زموږ د کار په لومړیتوب کې قرار لري او له اداري فساد سره مبارزه حیاتي بحث دی، اړتیا ده اساسي اصلاحات رامنځته شي چې د څلور کلن امنیتي پلان سره سم به راتلونکی کال کې دغه اصلاحات عملي شي.
هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې وستایلې، وې ویل: ۱۳۹۶ کال سخت وو، خو ستاسې د قربانیو له برکته د بریالیتوب جهت وټاکل شو.
جمهوررئیس وسله‌والو قواو ته په خطاب کې وویل، ستاسو د سرښندنو، مدیریت او ښې همغږۍ له امله په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان دښمنان ونه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسېږي او تاسې په سنګر او دفتر کې عمده دندې ترسره کړي.
د هېواد جمهوررئیس  د اصلاحي ګامونو د اخیستو په خاطر د امنیتي سکتور له رهبرۍ څخه په مننې وویل، په ۱۳۹۶ کال کې سرتاسري اصلاحات ترسره شول او د هراړخیزه اصلاحاتو لپاره مو څلور کلن تهداب کېښود. هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو رول ارزښتناک وباله او هغوی یې وستایلې.
د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان څرګنده کړه، زموږ د وسله‌والو قواو د
هڅو په پایله کې بین‌المللي ستراتېژي بدله شوه او د دې موقع راکول شوه چې
د سیاست په ډګر کې بریالي شو.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، که ستاسې قربانۍ او ژمنتیا نه وای موږ د سولې هر اړخیز او واقعي پلان  نشوای وړاندې کولای او د سولې په دې پلان سره به زموږ د خلکو هیلې پوره شي.
په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو د عامه نظم قومندانۍ د لېږد د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په همغږۍ او کډو هڅو به د قواو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په منسجمو پلانونو به د دښمن شوم پلانونه خنثا کړي.
دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ مرستیال هم ډاډ ورکړ چې د افغانستان د وسله‌والو قواوو څخه به خپل ملاتړ ته د تېر په څېر دوام ورکړي او د روزنې او مشورې ورکولو په برخو کې به د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او له هغوی به هر اړخیز ملاتړ کوي.
په دې مراسمو کې له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د لېږد پروسې اسناد د جمهوررئیس غني په حضور کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو لاسلیک کړل .
پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته