سیاست

جمهوررئیس غني ملي امنیتي ځواکونو ته: ستاسې مبارزه مقدسه ده، ځکه د افغانانو له اسلامي عقایدو او بیرغ څخه دفاع کوی

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون سهار د کابل په پلچرخي سیمه کې د ملي اردو ۱۱۱فرقې ته ورغی او د دغې فرقې له منسوبینو سره یې د اختر مبارکي وکړه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پيل کې د ۱۱۱فرقې قوماندان عبدالنصیرضیايي جمهوررئیس ته هرکلی ووایه او له هغه څخه یې مننه وکړه چې تل ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې ډول یې ۱۱۱فرقې ته پاملرنه کړې ده.
هغه وویل، ۱۱۱فرقه د کابل ګارنیزیون په شمول د کابل له امنیتي ټیم سره په ګډه د قانون او افغانانو د ساتنې لپاره کار کوي، چې د کابل د امنیتي کمربند او ناحیو په ګډون د دغه ولایت امنیت یې د فعالیتونو په چوکاټ کې شامل دی او د دغې فرقې ټول منسوبین حاضر دي شپه او ورځ د خلکو د مال او ناموس ساتنه وکړي.
ضیايي وویل، ۱۱۱فرقه د کابل سربېره په کنړ، بدخشان، بغلان او نورو ولایتونو کې هم له خلکو او خاورې څخه د دفاع په خاطر دندې ترسره کوي او د دې فرقې هروګړى له خاورې څخه ساتنه خپل مسوولیت بولي او زیاته یې کړه: زموږ منسوبین خپلې خاورې ته دومره ژمن دي چې حتا زموږ یو نظامي د خپل واده په ورځ هم پوځي یونیفورم اغوستی و او دندې ته حاضر شو.
د ۱۱۱فرقې قوماندان وویل، د خالد په نوم عملیاتو په لړ کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې دښمن سخته ماته خوړلې ده او زیاتې سیمې له دښمنه پاکې شوي دي او  حاضر یوو چې د هېواد په هره څنده کې د سیاسي نظام د ساتلو په خاطر دنده ترسره کړو.
ورپسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال شریف یفتلي له جمهوررئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې په اختر کې د سرتیرو پوښتنه کوي او زیاته یې کړه: روان کال کې د خالد عملیات بریالي روان دى چې په ترڅ کې يې تر دې مهاله د دښمن سټراټيژیک ځایونه نیول شوي او رهبري یې ځپل شوې ده او تر اوسه د طالبانو درې والیان وژل شوي دي او د دښمن بشري منابعې او لوژستیکي زیربناوې له منځه وړل شوي دي.
لوی درستیز جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اردو به په کلکه اراده د خلکو دفاع کوي او په درزاب کې یو ۳۵کسیز بلوک چې ۷۲ساعته یې وجنګېد او دښمن ته یې ماته ورکړه د دغه قوې ارادې ښه بېلګه ده.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړې ډول د ۱۱۱فرقې منسوبینو ته د اختر مبارکي ورکړه وې ویل، زما له طرفه خپلو کورنیو ته هم زما نیکې هیلې او د اختر مبارکي و رسوئ.
جمهوررئیس غني وویل، دا د ویاړ ځای دی چې د اختر په دویمه له خپلو اتلانو سره یم، پرون د اختر لومړی ورځ وه چې په امن کې تېره شوه، داد ستاسې برکت و، زه درنه د ټولو افغانانو په استازیتوب مننه کوم او ستاسې له کورنیو مننه چې ستاسو په څير اتلان یې روزلي دي.
هغه زیاته کړه، زه پوهیږم چې د افغانستان د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره په شپو شپو بې خوبي تیروی، ملت ستاسې د دغې بې خوبۍ پوروړی دی، زه شخصا مو پوروړی یم او تاریخ کې به ستاسو نومونه په زرینو کرښو لیکل کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان دښمنانو دوه اساسي موخې درلودې، لومړی دا چې د افغانستان سیاسي او ټولنیزه اډانه ورانه کړي او دویم د افغانستان جغرافیا په دوو برخو ووېشې، دا ستاسو قرباني او مبارزه وه چې د دښمن شوم اهداف مو له خاورو سره خاورې کړل.
جمهوررئیس له هغه نظامي او کورنۍ څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې د واده په ورځ یې عسکري یونیفورم اغوستی و، وویل زه به یې شخصا تقدیر کړم، همدارنګه یې له هغو ۳۵سرتیرو څخه هم مننه وکړه چې په درزاب کې جنګیدلي دي او ژمنه یې وکړه چې دوی به تقدیر شي.
جمهوررئیس غني وویل، سل بریدملان تر روزنې لاندې دي چې وروسته به د ولسوالیو د قوماندانانو په توګه وټاکل شي.
هغه زیاته کړه، د کابل له خونړیو پېښو وروسته مې له ۴۵۰۰کسانو سره لیدلي دي، دغو خلکو په یوه اواز له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی، له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دغه شان ملاتړ په تېرو سلو کلونو کې مخینه نه لري.
هغه وویل، له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ اجماع باید ټولو ولایتونو ته وغځول شي او ټولو والیانو ته مې سپارښتنه کړې ده چې دا کار ژر ترسره کړي.
جمهوررئیس وویل، زه کومه سیاسي کورنۍ او ګوند نه لرم، تاسې هر یو زما د اولادونو په څير یاست چې د دې خاورې خدمت کوی او هر افغان باید خپلو اولادونو ته ستاسو په څير روزنه ورکړي.
جمهوررئیس غني وویل، د کابل امنیتي پلان ترتیب شوی دی چې ژر به تطبیق شي او دا یو اساسي پلان دی. هغه زیاته کړه، د وسلې د استعمال صلاحیت او واک یوازې امنیتي او دفاعي ځواکونه لري، بل هیچاته به اجازه ورنه کړو چې څوک زموږ امنیتي ځواکونه توهین کړي، هر څوک چې دلته ژوند کوي دا ستاسو له برکته دی، ستاسو یونیفورم د تقدس یونیفورم دی.
جمهوررئیس دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د جنګ او سولې مسوولین یاست، هغه څوک چې جنګ کوي هغوی سره به جکړه کوئ او هغه څوک چې سوله کوي سوله به ورسره کوئ، د سولې ضمانت به امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي.
جمهوررئیس وویل، د څلورکلن امنیتي پلان له پلي کېدو سره به د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا لوړه شي، تاسې د حق او عدالت لپاره مبارزه کوی، ستاسې مبارزه مقدسه ده ځکه چې د افغانانو له اسلامي عقایدو او بیرغ څخه دفاع کوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته