کابل باختر دلړم درې ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تيره شپه په ارګ کې د ولسي جرګې د کمیسیونونو او پارلماني ګروپونو له رئیسانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې اجرائیهرئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم حضور درلود، جمهوررئیس وویل، موږ اصلاحاتو او په شفافه بڼه د حساب ورکولو اصل ته ژمن یوو، همدارنګه د قواوو ترمنځ د تفکیک اصل ته قایل یوو. هغه زیاته کړه، موږ په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره په رغنده بحث کې د هېواد خیر وینو، خو د حل لار ستاسو په لاس کې ده، چې د خلکو د سوکالۍ او خیر لپاره څه ډول تصمیم نیسئ.
جمهوررئیس وویل، حکومت هيله لري چې د وزیرانو د استیضاح بهیر وځنډول شي. هغه وویل، لږ تر لږه د نړۍ سل هېوادونه د بودجې په مصرف کې ستونزه لري، چې ډېرو لږو یې د خپلې بودجې د لګولو ستونزه حل کړې ده. حکومت د بودجې د تطبیق، د هېواد د مالي او بودجوي سیستم د ښهوالي په برخه کې ګامونه پورته کړي دي او د ۱۳۹۵کال د بودجې لګښت په څوبرابره ښه شوی دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له ولسي جرګې سره تقابل نه غواړو، په تېرو دوو کلونو کې موله ملي شورا سره ۳۰ ګډې او مشورتې ناستې جوړې کړي دي.
په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ۱۳۹۴ کال سخت کال و، چې موږ یو خاص حالت درلود. هغه ټینګار وکړ چې د پروژو اجرا او تطبیق د امنیت له ټینګښت سره مستقیمه اړه لري.
اجرائیه رئیس زیاته کړه: زموږ اندېښنه داده، چې د وزیرانو د استیضاح په اړه به ستاسې تصمیم د بودجې لګښت لا ورو کړي، که له دغې ننګونې څخه د وتلو مناسبه حل لاره وسنجول شي، ښايي په سمه توګه د ستونزو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابرهیمي وویل، موږ هم پوهېږو چې حکومت د خیر نیت لري، خو ولسي جرګه به د هغو صلاحیتونو له مخې چې قانون ورکړي عمل وکړي او پهدې برخه کې د خلکو وکیلان هم د خیر نیت لري.
هغه وویل، جمهوررئیس د درې واړو قواوو په سر کې دی، له ولسي جرګې سره یې تل ښه همکاري درلوده او په دوو کلونو کې یې د درې واړو قواوو ترمنځ ښه رابطه جوړه کړې ده. ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د ښې رابطې په ساتلو د ټینګار تر څنګ د ګډو مشورتي ناستو د دوام هیله څرګنده کړه.
په دغه ناسته کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو په جلا جلا توګه د لا مثبتو او رغنده همکاریو په اړه خبرې وکړې.