سیاست

جمهوررئیس غني: له همدې ځایه د ملت په کور کې اعلان کوم، زه او هیڅ بل کس د ټاکنو په ملي پروسه کې د مداخلې اجازه نه لري

کابل_باختر د کب د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي شورا د کار پیلولو د کلنۍ غونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه مراسم چې د ملي شورا په مقر کې جوړ شوي و، جمهوررئیس غني وویل: خوښ یم چې د ملي شورا نوی کاري کال په داسې حال کې پرانیزو چې تاسې ژمنۍ رخصتۍ تېرې کړې دي او له نږدې مو خپلو موکلینو سره لیده کاته شوي دي او د هغوی د نظرونو او طرحو په راټولولو بیا خپل کار ته راګرځيدلي یاست، تر څو دا طرحې له ما او د حکومت نورو مسوولانو سره شریکې کړی چې د تحقق په اړه یې مشورې او اقدامات وشي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، په تېرو دوه نیمو کلونوکې ما په دواړو جرګو کې د ملت د استازو مشورو ته ځان ژمن ګڼلی دی او په دغه موده کې مې دوه دېرش ځلي ټولو استازو او د هېواد د هر زون له استازو سره جلا او له نږدې خبرې او بحثونه کړي دي.
جمهوررئیس وویل: زه د هېواد د اساسي قانون په حکم دا خپله دنده بولم چې له درې واړو قواوو سره یو شان اړیکې وساتم او د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د تعادل او توازن په ساتلو سره د هغوی ترمنځ همکاري او همغږي اسانه کړم.
هغه زیاته کړه، زموږ ځوانه ډموکراسي د درې ګونو قواوو په همکارۍ او له یو بل سره د مثبت تعامل د لارو چارو په زده کولو او د نورو سیاسي او ټولنیزوځواکونو د برخې اخیستو ترڅنګ؛ ورځ تر بلې غښتلې او غوړېږي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان ملي شورا د قوانینو د تصویب، د بودجې د تصویب او په ملي مسایلوکې د خپل واضح دریځ په شمول ډیر د قدر وړ کارونه کړي دي چې له تاسې هر یوه باید مننه وکړم. هغه هیله وښوده چې ملي شورا دې د خپلو لاسته راوړنو راپور چمتو او خلکو ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس یو ځل بیا د ټاکنو په کولو ټینګار وکړ وې ویل، په دغه برخه کې ملي اجماع او ټینګه سیاسي اراده شته او کوم خنډونه چې موجود و، له مخې لېرې شول او حقوقي زمینه هم ورته برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو بنسټ په هېواد کې د ډموکراسۍ یو مهم رکن دی، په کار ده چې موږ داسې ټاکنې ولرو چې په بشپړ شفافیت، د رقابت په عادلانه فضا کې د ټولو نوماندانو ترمنځ په مساویانه او منصفانه ډول ترسره شي.
هغه د دولتي مسوولانو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، والیانو او د نفوذ خاوندانو  د هر ډول لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړ او د دغه ډموکراټیک بهیر په اړه یې د خلکو د باور په پیدا کولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس وویل: له همدې ځایه، د ملت په کورکې اعلان کوم چې نه خپله په دغه بهیر کې د مداخلې اراده لرم او نه به بل چاته اجازه ورکړم چې په دغه ملي پروسه کې په مداخلې لاس پورې کړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د جمهوري ریاست ټاکنې به له ځنډ پرته په قانوني وخت کې ترسره شي او اجازه نه ورکوو چې د پارلماني ټاکنو په څیر له ځنډ سره مخ شي. هغه په راتلونکي کال کې د ملي شورا او ولسوالیو ټاکنې له بحران څخه د راوتلو په لور ګام وباله.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ تر ټولو مهمه وظیفه دا ده چې دغه بحران ختم کړو. له بحرانه د راوتلو لپاره ډېر مهم نهاد، زموږ اساسي قانون دی. اساسي قانون د جانشیني مسئله حل کړې ده او په ملي مسایلو کې یې د ملي اجماع چوکاټ ایجاد کړی دی.
جمهوررئیس د هېوادوالو د غوښتنو د تحقق په اړه وویل: د دې وطن د ځوانانو غوښتنه ده چې خوشحاله، ارام او کامیاب ژوند ولري. د دې خاورې د بزګرانو، د کسبګرو، د سوداګرو، د کلیوالو، د ښاریانو، د هر هغه چا چې حلاله روزي ګټي او د عزت ژوند کوي، ارزو  دا ده چې په ګران وطن کې ثبات وي، خوشحالي وي او اطمینان وي.
جمهوررئیس غني وویل، په افغانستان کې اوس شل بېلې بېلې ترورستي او خونکارې ډلې فعالیت کوي. داسمه ده چې دغه ډلې له یو بله بېلې دي خو جنایتونه یې یو شان دي او خلکو ته په زیان رسولو کې یې فرق نشته. البته، دغو ټولو ډلو ته د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، افغانستان  د وارسا او بروکسل په غونډو کې د خپلو لاس ته راوړنو په برکت، هم په اقتصادي لحاظ او هم په امنیتي او دفاعي لحاظ، له بحران او بې ثباتي څخه د راوتلو لپاره ضروري امکانات لري. دا اوس د هیواد د سیاسي قشر مسولیت دی چې د قانون د حاکمیت دفاع وکړي او ملي وحدت وساتي او په دې ډول ټولنه د تروریزم په جنګ کې د کامیابي درشل ته ورسوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، په تېرو دوه نیمو کلونو کې  زموږ د تمرکز یوه برخه د دولت جوړونې پر بهیر راټوله وه چې په دغه پړاوو کې د هېواد تر ټولو مهمه اړتیا ګڼل کېږي، سربېره پر دې چې د پرمختیا په خاطر کومې هڅې او زیربنايي فعالیتونه شوي دي، دا د بنسټ اېښودو هغه برخه ده چې باید ترسره شوې وای، تر څو موږ د ځان بسیاینې او خودکفايي پړاوو ته ورسېږو.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، له نیکه مرغه زموږ دولت او ملت ته د دوست او دښمن تعریف معلوم دی او په دغه برخه کې ابهامات رفع شوي دي، نه یوازې داعش او بهرنۍ تروریستي ډلې چې غواړي زموږ له خاورې څخه د خپلو تروریستي فعالیتونو لپاره کار واخلي، بلکې سربېره پر هغوی، هغه طالبان هم چې زموږ د خلکو وژنو ته یې ملا تړلې ده لکه د نورو تروریستي ډلو په څیر د دغه ملت دښمنان دي، چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به هغوی سره جدي چلند وکړي. 
جمهوررئیس وویل، یو شمېر هغه ساده زړي ځوانان چې د دښمن او استخباراتي ادارو په درواغجنو تبلیغاتو تیروتلي دي او له دیني احساساتو یې ناوړه استفاده شوې ده، هرکله یې چې د هېواد له ویجاړولو لاس واخیست او وغواړي سوله وکړي، دولت چمتو دی چې د ژوند سوله‌ییزه لار یې پر مخ پرانیزي او د نورو هېوادوالو په څیر یې مشروع حقوق تامین شي.  
جمهوررئیس زیاته کړه، کوم کسان چې د سولې اراده نه‌لري موږ ورته څرګند پیغام لرو، هغه دا چې موږ په دغه جګړه کې د بریالیتوب اراده لرو او اجازه نه ورکوو چې یوه بې ارادې مزدوره ډلګۍ چې په هر تصمیم کې د پردیو اشارې ته په تمه دي، د یو ملت راتلونکی ویجاړ او وګواښي.
جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو یې ملتیا کوله د ملي شورا په انګړ کې یو نیالګی کښېنولو او د راتلونکي زرغون او اباد افغانستان لپاره یې دعا وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته