جمهوررئیس غني له حامد کرزي او ډاکتر عبدالله سره وکتل

کابل/ د غويي ۲۴مه/  باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار له مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د اختر مبارکۍ ترڅنګ د هیواد په روان سیاسي وضعیت، سولې پروسې، د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او د عادلانه او پایداره سولې د تامین لپاره د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته