سیاست

جمهوررئیس غني : شهید سترجنرال عبدالرزاق له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و

کابلباختر د لړم د مياشتې ٨
جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوی قندهار مشرانو ته د قندهار د وروستۍ تروریستې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نامه د هوایي ډګر د څلور لارې او د قندهار پولیسو اکاډمي د نومولو او د نوموړي د مزار د جوړولو ډاډ ورکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس نن له غرمې مخکې د قندهارله مشرانو سره په کتنه کې وویل، شهید سترجنرال عبدالرزاق یو شخص نه، بلکې یو بنسټ او له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و. د  هغه د خدمتونو او مبارزې په درناوي د حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر څلور لار او د قندهار د پولیسو اکاډمي د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نامه نومول کېږي او د مزار د جوړولو چارې به یې هم ژر پیل شي.
محمد اشرف غني اړوندو ارګانونو ته د شهید ستر جنرال عبدالرازق د شهادت د پېښې د هر اړخیزې څېړنې لارښوونې ته په اشارې وویل، د جنګ او سیاست په ډګر کې مات شوی دښمن په بې بنسټو اوازو زموږ د ملي یووالي او بین المللي مناسباتو د خرابولو هڅه کوي، خو د میرویس نیکه او احمدشاه بابا لمسیان به هیڅ وخت  دښمن ته د نفاق ورکوولو اجازه ورنه کړي.
جمهور رئیس غني د قندهارله ولسونو څخه د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخ ګډون او بریالي ترسره کېدو له امله مننه وکړه.
د قندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال، په دغه ولایت کې د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي مسعود اخندزاده او د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاالله حقبیان د جمهور رئیس له غمشریکۍ څخه په مننې په لوی قندهار کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تشکیل، تمویل او سمبالښت ته د پاملرنې او د ولسي جرګې ټاکنو په پایلو کې د هر ډول لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته