-کابل باختر د لړم نولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د هېواد لومړۍ میرمن وطن ته د شربت ګلې له راستنېدو وروسته نن مازیګر په ارګ کې له دې او کورنۍ سره یې د کتنې پر مهال هغې ته د یو اپارتمان کیلي ورکړه.
دجمهور رييس دوياند دفترباختر اژانس ته خبرورکړ .
محمداشرف غني شربت ګله د افغانستان د درد، مظلومیت او ارزوګانو انځور وبلله وې ویل: شربت ګلې د کډوالۍ او جګړو په کلونو کې زموږ د جګړه ځپلي هېواد او کډوالو انځور نړۍ ته ښکاره کړ. هغه زیاته کړه، دا وخت زموږ وجود نیمګړی دی، ځکه زموږ زیات هېوادوال کډوال دي او دولت هڅه کوي او کلکه اراده لري چې د کډوالو په راستنولو دغه نیمګړی وجود بشپړکړي.
ورپسې د شربت ګلې په استازیتوب د هغه د کورنۍ یو غړي له جمهوررئیس او هېوادوالو څخه له دې امله مننه وکړه چې د هغې کلک ملاتړ یې وکړ او زیاته یې کړه: دهغې ژوند د افغانستان د غمونو او دردونو استازیتوب کوي، هغه هیله لري چې په افغانستان کې سوله راشي او ټول کډوال دده په څیر بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او په خپل وطن کې ژوند پيل کړي.
هغه له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د شربت ګلې د بچیانو د تعلیم په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د دې په نامه یو بنسټ جوړ کړي. هغه وویل: هغه پیسې چې دغه بنسټ ته د مرستې په توګه راځي، هغه باید په ښوونه او روزنه په ځانګړي ډول د ښځو په تعلیم ولګول شي.
په پای کې د افغانستان جمهوررئيس شربت ګلې ته ډاډ ورکړ وې ویل، ستا او ستا د بچیانو ژوند، روغتیا او تعلیم ته به پوره پاملرنه کېږي او په دې اړه مې اړوندو ارګانونو ته ویلي دي چې له تاسره هر راز مرسته وکړي.
0 1 دقیقه لوستل