جمهوررئیس غني د کندهار ولایت د مرستیال نا ځوانمردانه وژنه په کلکه وغندله
کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٢مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د قندهار ولایت د مرستیال عبدالقدیم پتیال نا ځوانمردانه وژنه په کلکه وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
پتیال تېرماښام په قندهارپوهنتون کې په خپل درسي ټولګي کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا په ډزو سره شهید کړای شو.
د افغانستان جمهور رئیس د کندهار د والي پر مرستیال دغه تروریستي برید افغان دښمن عمل وباله او ويې ویل چې د دغه برید عاملین به د قانون منګولوته وسپارل شي او د دغه جنایت حساب به ورسره وشي.
جمهور رئیس غني د دې پیښې د څیړلو لپاره د کورنیو چارو له وزارت څخه د پولیسو د رییس جنرال سالم احساس په مشری، د ملی امنیت د ریاست او د سیمه ایزو ارګانونو له ادارې څخه یو لوړ پوړی پلاوی وټاکه چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او پایلې یې ډېر ژر جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
د افغانستان جمهور رئیس د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهید پتیال کورنۍ، د هغه دوستانو او د کندهار خلکو ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربارڅخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.