سیاست

جمهوررئیس غني د کانکور ممتاز زده‌کوونکو سره په کتنه کې: زموږ نوی نسل باید افغانستان شموله فکر وکړي

کابلباختر دوږېد مياشتې٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د روان کال د کانکور ممتاز زده کوونکي تقدیر کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري د هېواد لوړو زده کړو څخه د جمهوررئیس دملاتړ مننه وکړه او ويې ویل، د کانکور ټیم د شفافې ازموینې لپاره زیاتې هڅې  وکړې او سږني کانکور کمې ستونزې لرلې.
ده دې ته په اشارې چې د کانکور پروسې د خلکو باور جلب کړی زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د سږني کانکور د غوره زده کوونکو تشویقي ملاتړ کړی او د ځینو لپاره تحصیلي بورسونه هم په پام کې نیول شوي دي.
وروسته د ۱۳۹۷ کال د کانکور عمومي اول نمرې تهمینه پاینده د کانکور د ممتازو زده کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس له ملاتړ څخه په مننې یې وویل، نوی نسل مسوولیت لري چې په هره برخه کې غوره واوسي او د تعلیم ترڅنګ، د هغوی روزنه هم په لومړیتوبونو کې ده.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، تاسې سره زموږه ژمنه په کانکور کې شفافیت و او نن په کانکور کې د مداخلې مخه نیول شوې.
زموږ د ټولو مسوولیت دی چې په ټولو پروسو کې شفافیت رامنځته کړو.
جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ ځوان نسل باید افغانستان شموله فکر وکړي، خپل هېواد ښه وپېژني او د پوهې د ترلاسه کولو په برخه کې هڅې وکړي چې څه ډول د خلکو ژوند بدل کړي.
د هېواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې ځوانان د افغانستان ممثل دي وویل، ځوان نسل باید د هېواد د اوسني او راتلونکي مالکیت ولري او له هغو ظرفیتونو او امکاناتو څخه چې د هېواد په دننه او بهر کې برابر شوي ، د خپلې پوهې او علمې سویې د لوړولو په خاطراستفاده وکړي.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته