جمهوررئیس غني د څرخي پله په زندان کې د یو شمېر ودانیو د بنسټ دډبروداېښودلو په مراسمو کې: له زندانیانو سره دې انساني چلند وشي

کابل باخترد وږي ۲۱
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د څرخي پله په زندان د پنځوس بستریز روغتون، د څارنوالانو او اداري بلاک او د زندانیانو لپاره د نوي بلاک د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
وروسته اړوندو انجینرانو او مسوولینو د یادو  ودانیو په اړه معلومات ورکړل وې ویل د څارنوالانو او اداري بلاک په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې لري. دغه راز د ۲۵۶ خونو لرونکی بلاک به د ۳۰۰۰ زندانیانو د ځایولو ګنجایش  او لازمې اسانتیاوې ولري.
وروسته د هېواد جمهوررئیس چې یو شمېر لوړ پورو مقاماتو یې ملتیا کوله، د څرخي پله زندان په تالار کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ، ګډون وکړ.
په پیل کې د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي دېته په اشارې چې د ځواب ویونکي حکومت مسوولیت د هېواد د ټولو اتباعو ستونزو ته رسیدګي ده وویل، امکاناتو ته په کتو به د زندانیانو ستونزې حل شي.
نوموړي د محبوسینو او محجوزینو لپاره د جمهوررئیس د عفوې او تخفیف د فرمانونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت به هغه زنداني ښوونکي چې د فرمان په شرایطو برابر وي، د فرمان له ښېګڼو څخه برخمن شي.
حمیدي وویل، د زندانیانو د قانوني رخصتۍ په موخه طرزالعمل برابرېږي، دغه راز د صعب العلاج زندانیانو قانون هم تصویب شوی او د یادو ناروغانو د تشخیص لپاره ارزونکې کمېټه جوړه شوې.
لوی څارنوال زیاته کړه، د محابسو عمومي ریاست ته د مناسبې بودجې د ځانګړي کېدو کار  روان دی او لوی څارنوالي هڅه کوي له زندانیانو سره د دوی د کورنیو د ملاقات لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل،د کورنیو چارو وزارت د څلورکلنې اصلاحي برنامې مطابق د محابسو په مدیریتي او مسلکي ظرفیت لوړولو کار کوي، دغه راز د ۱۸ ولایتونو د زندانونو ودانۍ جوړې شوي، د ۵ ولایتونو د زندانونو پر ودانیو کار روان دی چې ترڅنګ یې د ۵ ولایتونو د زندانونو د ودانیو تدارکاتي چارې د تدارکاتو په کمېسیون کې جریان لري.
برمک د روغتون او اداري ودانیو ترڅنګ د زندانیانو لپاره د نوي بلاک جوړول زندانیانو او د څرخي پله زندان کارکوونکو ته د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو په موخه یو ښه اقدام وباله.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، ۴۵ سلنه زندانیان د سواد زده‎کړې، کمپیوټر او انګلیسي ژبې په کورسونو کې زده کړه کوي او ۴۰ سلنه نور یې د حرفوي زده کړو په روزنه بوخت دي.
نوموړي د زندانونو په عمومي ریاست کې د اصلاحاتو بهیر ته په اشارې وویل، د زندانونو د مدیریت ۲۸۰ تنه کارکوونکي چې په فساد کې ښکېل وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
وروسته د زندانیانو په استازیتوب قاري ظفر د څرخي پله زندان د مسوولینو او محافظینو چلند څخه د مننې ترڅنګ زندانیانو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې او درې ځله زندان ته د ارزونې په موخه د ورتګ مننه وکړه.
نوموړي د روغتیا، ۷۵ سلنه تخفیف، د ولایتونو زندانونو ته د یو شمېر زندانیانو د انتقال، د زندان په خونو کې د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي، د حبس مودې تخفیف ته د پاملرنې  او نورو بېلابېلوبرخو کې د زندانیانو ستونزې بیان کړې.
جمهوررئیس د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته په ننګرهار کې د پرونیو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ وویل، د دې ودانیو موخه زندانیانو ته د لازیاتو اسانتیاو برابرول دي. هغه له زندانیانو سره ژمنه وکړه چې دوسیې به یې د دویم ځل لپاره وارزول شي تر څو عدالت تطبیق شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د څرخي پله په ساحه کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه موجوده ده چې په یوه ستر پارک به بدله او دغه راز به د ټولو شهیدانو په یاد هم یو څلی جوړ شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ستاسې غوښتنې ارزول کېږي. هغه د ښځینه زندانیانو په اړه وویل، د ښځینه زندانیانو دوسیو ته له سره کتنه کېږي، دغه راز د ښځینه زندانیانو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.
جمهوررئیس غنې ولایتونو ته د یو شمېر زندانیانو د لېږد د وړاندیز په اړه وویل، په شفاف ډول دې د یوه واضح میکانیزم له لارې د زندانیانو لېږد ترسره شي، ترڅو د هیڅ زنداني حق ضایع نه شي.
محمداشرف غني وویل، پلاوي د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او په اعدام د محکوم شویو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.
هغه زیاته کړه، د جمهوررئیس  له لوري د عفوې او تخفیف فرمانونه به په وخت ترسره شي، هغه دکورنیو چارو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د زندانونو مدیریتونه له غیرمسلکي افرادو څخه تصفیه کړي اوهېڅوک د رشوت او باج اخیستلو حق نه لري.
جمهوررئیس دیته په اشارې چې زندانیان د فني او حرفوي زده کړو له کورسونو او برنامو زیاته استفاده وکړي وویل، د تنخوا په بدل کې د یادو ودانیوجوړولو کې د زندانیانو له ظرفیتونو او مهارتونو څخه استفاده کېږي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د زندانونو مدیریتي دستګاه باید انسان محوره شي او له زندانیانو سره دې انساني چلند وشي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته