سیاست

جمهوررئیس غني د پکتیکا ولایت ځوانانو سره په کتنه کې: زموږ دنده ده چې د سولې کاروان مقصد ته ورسوو

کابل باختر د لړم  دولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پکتیکا ولایت ته په خپل سفر کې نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د پکتیکا ولایت ځوانان او د مدني ټولنې استازو د جمهوررئیس پر اقتصادي او زیربنایي پروګرامونو چې د هېواد د اقتصادي ودې لامل شوي خوښي څرګنده کړه.
هغوی څرګنده کړه، سره له دې چې د پکتیکا ولایت خلک زیاتې قربانۍ زغلمي خو دغه ولایت ته کافي پاملرنه نه ده شوې. دوی د لوړوزده کړو لرونکو ځوانانو د بې کاری، په ولسوالیو او مواصلاتي لارو کې د امنیتي ګواښونو، خپلواک پوهنتون ته د پکتیکا د لوړو زده کړو موسسو ارتقا، د تحصیلي بورسونو د عادلانه وېش، د ښرنې روغتون د ظرفیت زیاتوالي، د بندونو د جوړولو، د برېښنا انرژۍ د تامین او په ټاکنو کې د شفافیت په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شرېکې کړې.
جمهوررئیس غني د ټاکنو په ملي پروسه کې د پکتیکا ولایت خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو او مدني ټولنې د فعال ګډون قدرداني وکړه ويې ویل: د افغانستان خلک بدلون او ولسواکۍ ته رایه ورکړې او دا نړیوالو ته ستر پیغام دی. هغه زیاته کړه، له ټاکنیزو کمېسیونونوسره مې په غونډو کې  له هغوی څخه د ټاکنو په پایلو کې د شفافیت غوښتنه کړې او هیچاته به اجازه ورنکړم چې د ټاکنو شفافیت زیانمن کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د پکتیکا پوهنتون ته پراختیا ورکول کېږي او د دغه پوهنتون احاطوي دیوال د ارګ عملیاتي واحد له خوا په اساسي ډول جوړېږي. هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه شوې چې د دغه پوهنتون ودانۍ او د نجونو لپاره لیلیه جوړه کړي.
جمهوررئیس له ځوانانو او مدني ټولنې له استازو وغوښتل، چې د دغه ولایت د وګړو د دقیق ثبیت په برخه کې همکاري وکړي ترڅو د هغه پر اساس سهیمه په پام کې ونیول شي. هغه زیاته کړه، ډېر ژر به پکتیکا ولایت له دریمې درجې ولایت څخه دویمې درجې ولایت ته ارتقا وکړي.
جمهوررئیس غني په دولتي بستونو کې د ځوانانو استخدام ته په اشارې وویل، هغه ریاستونه چې له پنځو کلونو راهیسې پکې رئیسان کار کوي اعلان ته وړاندې کېږي او ټولو ته به د مساوي سیالۍ زمینه برابرېږي.
جمهوررئیس غني سولې پروسې ته په اشارې وویل، د پکتیکا ولایت ځوانانو، عالمانو، استادانو، مېرمنو او مشرانو دا ثابته کړه چې سولې ته بشپړ اجماع لري. هغه زیاته کړه، سوله راتلونکې ده او دا زموږ د ټولو ملي دنده ده چې د سولې کاروان د مقصد منزل ته وروسوو.#پاى- ع

                                                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته