کابلباختر دزمري د مياشتې ١٩نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون غرمه د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې د انکشافي پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د جمهور رییس د ویاند دفـــتـــر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه مراسم چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شول، لومړی د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې مرستیال انجنیر فرهاد جلالزي د یادې ادارې او اړوندو پروژو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل، پلازمېنې زون د زیربنا، روغتیا، پوهنې، تاریخي ابداتواو هوایي ډګر د رغاونې او نورې ګڼې پروژې د جمهور رئیس د لیدلوري پر بنسټ تطبیق او د پلي کېدو په حال کې دي. نوموړي وویل، پلازمېنې زون د کابل په ګډون د پنځوګاونډيو ولایتونو د خلکو ستونزو او غوښتنو ته په پام راتلونکې پنځه کلنې او لس کلنې ستراتیژیکې تګلارې ترتیب کړي. هغه زیاته کړه، دغه پروژې ځوانو متخصصینوډیزاین او له داخلي توکو څخه په ګټه اخیستنې د ولسونو په همکارۍ په ښه ډول تطبیق کړې دي. ورپسې د پلازمېنې زون ادارې د بشپړو شویو او تر کار لاندې پروژو لکه د عیدګاه جومات د بیارغاونې، د کابل سیند د پاک کارۍ، د کانالونو، ډبرینو سرکونو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو د جوړولو په اړه معلوماتي ویډیو نندارې ته وړاندې شوه. شکریې قاسمي او قاري سیدعمر هوتک د پلازمېنې زون بشپړو شویو پروژو څخه د ګټه اخیستونکو په توګه د یادو پروژو د کیفیت ستاینه وکړه او وې ویل، د اړوندو سیمو اوسېدونکي پر وخت او ښه توګه د دغو پروژو له تطبیق څخه خوښ دي. هغوی وړاندیز وکړ، چې د پلازمېنې زون ادارې، د کابل ښار متوازن انکشاف او د فرهنګي او اجتماعي تاسیساتو جوړولو ته دې پام وشي. دغه پروژې دې بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول د کابل ختیځ ته وغځول شي. دغو ویناوالو د حکومت، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د جمهور رئیس غني د سولې، اقتصادي او نورو برنامو د ټینګ ملاتړ ترڅنګ له دې امله د جمهور رئیس قدرداني وکړه، چې یو شمېر جوماتونه یې په خپل شخصي لګښت ورغاول. د یادو ویناوالو د څرګندونو او معلوماتو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني ټولو کابل ښاریانو ته د بشپړو شویو پروژو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ځینې نورې پروژې د ډیزاین او تطبیق په حال کې دي. د عیدګاه جامع جومات پنځوس سلنه کار بشپړ شوی او د جومات د ودانۍ په ګډون به د شنې ساحې او بڼ برخه هم ډېره ژر په پخوانۍ بڼه احیا شي. محمد اشرف غني د پلازمېنې زون د خپلواکې ادارې له مسوولینو، متخصصینو، انجنیرانو او کارکوونکو څخه له دې امله مننه وکړه چې هم یې اړونده اداره په پښو ودرولې او هم یې انکشافي پروژې پر وخت او ښه توګه تطبیق کړې دي. هغه زیاته کړه، په دې اداره به لا زیاته پانګونه وشي. جمهور رئیس غني د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې کړنو ته په اشارې وویل، دغې ادارې لومړی د ستونزو او اړتیاوو واضح تشخیص او لومړۍ درجه تحلیل برابر کړ او اړونده انکشافي پروژې یې له داخلي توکو څخه په ګټه اخیستنې پر وخت، ارزانه او ښه توګه تطبیق کړې. د هېواد جمهور رئیس وویل، د کابل انکشاف او اړتیاوې له ګاونډیو ولایتونو پرته نشي سنجول کېدلی، ځکه دا هر ولایت په زنځیري ډول له کابل سره تړلی دی، نو له همدې امله باید د ټولو اړتیاو او انکشاف ته مناسبې لارې او اسانتیاوې ولټوو. جمهور رئیس غني وویل، د کابل جامع انکشافي پلان ترتیب شوی چې ډېر ژر به د کابل ښاریانو د نظریاتو او مشورو لپاره شریک او د تطبیق چارې پیل شي. هغه په ټينګار وویل، کابل د هېواد د پلازمېنې په توګه باید له انکشافي پلوه د نورو پلازمېنو او ښارونو سیال کړو. د دغو مراسمو په پای کې د کابل ښار او ګاوندیو ولایتونو استازو جمهور رئیس غني ته د چپنې ورکولو او د عزت پګړۍ د ور په سرولو پرمهال د اوږد ژوند او په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله وکړه. پای – ذ
0 3 دقیقې لوستل