سیاست

جمهوررئیس غني د پروان ولایت له مشرانو سره په کتنه کې: د سیمه ییزې اردو په جوړولو کې همکاري او هڅه وکړئ

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢٣مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د پروان ولایت له مشرانو سره د دې ولایت په مرکز  په چاریکارو ښار کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دوی د جمهور رئیس له برنامو او کړنو څخه د ملاتړ ترڅنګ د جبل السراج د سمنټو فابریکې د پراختیا، د چاریکارو ښار د داخلي سړکونو د قیر، د حلقوي سړک د جوړولو، د اوبو د بندونو د جوړولو، د کرنې او فارمونو پراختیا او د ځوانانو لپاره د کارموندنې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکوکې د پروان د ځوانانو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او ددغه ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د سیمه‏‏ ییزې اردو په جوړولوکې همکاري او هلې ځلې وکړي.
جمهور رئیس زیاته کړه: منځنۍ آسیا ته د صادراتي دروازې په توګه د پروان ارزښت ته په کتو د سالنګ اوسنی تونل کفایت نه کوي او د نوي تونل د جوړولو په سروې کار روان دی او اړتیا ده چې د بدیلې لارې په توګه د غوربندونو امنیت تامین شي.
جمهور رئیس د تولیدونکو اتحادیو پر ایجاد ټینګار وکړ ويې ویل، د اتحادیو په جوړولو سره د پور د ورکړې ستونزه حل کېږي او د پروان ولایت له مشرانو یې وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او پروسس ځانګړی تمرکز وکړي.
همدا راز جمهور رئیس غني وویل، د جبل السراج د سمنټو او نساجۍ فابریکو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونوکې ده او د فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د تُتُم‌درې- د بګرام دوسرکې حلقوي سړک سروې او ډیزاین کړي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته