سیاست

جمهوررئیس غني د پروان ولایت د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو سره وکتل

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د پروان ولایت د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د پروان پوهنتون او پوهنې ر ئیسانو د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او له جمهوررئیس سره یې د پروان پوهنتون د ځمکې د انکشاف، د ښوونکو د ښارګوټي او د ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه شریک کړل.
جمهوررئیس د استادانو او ښوونکو د خبرو له اورېدو وروسته د دوی د همېشنیو هڅو مننه وکړه او د ځمکو خپلواکې ادارې او پروان والي ته یې لارښوونه وکړه چې ډيرژر د پروان پوهنتون د انکشاف لپاره مناسبه ځمکه مشخصه کړي.
د هېواد جمهوررئیس د تعلیمي نصاب په اړه وویل، هندوستان سره هوکړې ته رسېدلي یوو چې د پوهنتونونو ترټولو غوره نصاب به د انټرنیټ له لارې زموږ سره شریکېږي او غوره محصلان به مو په هند کې له پنځه میاشتنۍ دورې وروسته تحصیلي سند ترلاسه کوي.
جمهوررئیس غني وویل، د شپږ زره ښوونځیو بودجه منظور شوې او دا ښوونځي به په راتلونکو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې جوړېږي.
دغه راز جمهوررئیس د پوهنې وزارت سرپرست او د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د پوهنتونونو د رئیسانو او استادانو او د ښوونځیو د معلمینو ملي کنفرانسونه په جلا ډول جوړ کړي، ترڅو پر ستونزو په اساسي ډول بحث وشي.# پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته