سیاست

جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې څخه وغوښتل چې د افغانستان امنیتي اندېښنې د دغه هېواد له نوي مشرتابه سره مطرح کړي

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوا خپل حضور ته ومنله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د خپل هېواد د مشرتابه نیکې هیلې او تمنیات جمهوررئیس غني ته وړاندې کړل او له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې د لیدو فرصت یې ورکړ.
جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو ترڅنګ ډيورنډ کرښې ته څیرمه ولایتونو باندې د ترسره شویو راکټي بریدونو په اړه اندېښنې مطرح کړې او له هغې یې وغوښتل چې دغه اندېښنې د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، پاکستان باید د لندن غونډې له موافقې سره سم عملي او اساسي اقدامات وکړي او دغه بهیر دې له هره پلوه یو درېیم اړخ په بې پرې توګه وڅاري چې له تمې سره سم د دواړو هېوادونو په ګټه نتیجه ترلاسه شي.
ورپسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له جمهوررئیس غني څخه په مننې وویل، هېواد یې د سیمې د امنیت په اړه اندېښنه لري، ويې ویل: د افغانستان مطرح شوې اندېښنې به د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په سیمه کې د تروریزم ګواښ ته په اشارې وویل، د ښه او بد تروریزم ترمنځ باید هیڅ فرق ونشي، ځکه دا د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره یو ګډ جدي خطر دی او د تروریستي ډلو فعالیتونه د ټولو په تاوان دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته