کابل باختر دوږي دمياشتې ١نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین په ارګ کې د توحید له ملي مرکز څخه د وکړو د احوالو د ثبت ادارې په مرکزي ډیټابیس کې د وېشل شویو تذکرو د معلوماتو د داخلولو د لا چټکټیا په خاطر د ویډیويي کنفرانس له لارې د پنځلسو ولایتونو له والیانو او له ملکي او نظامي مسوولانو سره خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت او چټکتیا په خاطر والیانو او اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د وېشل شویو تذکرو د اساس کتابونه په درېو ورځو کې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو او له هغه ځای څخه د هوا له لارې کابل ته انتقال کړي.
0 1 دقیقه لوستل