سیاست

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د فاریاب امنیتي وضعیت و ارزولو

کابل باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د فاریاب ولایت د امنیتي سکتور او سیمه ‎ییزو مسوولینو سره خبرې وکړې او د دې ولایت امنیتي وضعیت یې وارزولو.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
یاد ویډیو کنفرانس پرون غرمه په توحید ملي مرکز کې جوړ شو چې د امنیتي سکتور  مسوولینو او د حکومت یو شمېر ملکي مسئولینو په کې حضور درلود.
په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي د عملیاتو او عمومي امنیتي وضعیت، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي په فاریاب کې د پولیسو د اصلاحاتو، د ملي امنیت لوی ریاست ولایتي مرستیال عبادالله عباد د یاد ولایت د اوپراتیفي وضعیت او د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې ولایت کې د حکومتولۍ او شته ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
دوی وویل، د فاریاب په میمنې ښار او ولسوالیوکې امنیتي وضعیت د قناعت وړ وو او د هغه د لا ښه والي په خاطر لازم اقدامات شوي دي. دغه راز په تېرو څو ورځو کې لاریونونه په ارامه فضا کې شوي دي او حکومت د لاریون کوونکو امنیت تامین کړی دی.
یادو مسئولینو څرګنده کړه، په فاریاب کې د ملکي او نظامي دفترونو مرکزونه پرانیستي دي، دغه راز وچکالۍ ځپلو او له سیلابونو څخه زیانمن شویو کسانو سره مرستې جریان لري چې د زیاتو مرستو په رسېدلو سره به یې د وېش بهیر چټک شي.
په همدې ترتیب یادو مسوولینو وویل، د خواجه سبزپوش او دولت اباد لویه لار پرانیستل شوې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې دا لار بیا نه تړل کېږي، دغه راز د نورو لارو د پرانیستلو لپاره هم عملیات جریان لري.
جمهوررئیس غني د یادو مسوولینو د راپورونو له اورېدو وروسته په فاریاب کې د خلکو او امنیتي چارو د ښه مدیریت او دغه راز له حکومت سره د دغه ولایت د ستر ولس له همکارۍ مننه وکړه.
جمهوررئیس وویل، خلک نظم غواړي او نظام باید هغوی ته د ښو خدمتونو د چمتوکولو په خاطر ځواب ویونکی وي. هغه زیاته کړه حکومت د نظم او عدالت د تامین لپاره ټول اقدامات په پام کې نیولي دي.
جمهوررئیس غني د هېواد په شمال په ځانګړي ډول فاریاب ولایت کې وچکالۍ او له سیلاب ځپلو سره د مرستو د وېش د چټکتیا په خاطر اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې وې ویل، په هېواد کې د سیلابونو د مدیریت په خاطر پر یوه واضح طرحه کار کېږي او په دې اړه فاریاب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د دې ویډیو کنفرانس په پای کې جمهوررئیس په فاریاب ولایت کې د ثبات د ټینګښت او عدالت د تامین په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز یې د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته په دغه ولایت کې مېشتو ځواکونو د لا ښه اکمال په خاطر په ټینګار لارښوونې وکړې.#
پای ـ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته