کابل باختردزمري دمياشتې ٢٨ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کلیزې په مناسبت ملي دفاع وزارت کې د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.
دجمهوري رياست دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال ارکان حرب طارق شاه بهرامي یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو صفونو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدان او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ دباني اعلیحضرت غازي امانالله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.
په دغه مراسمو کې د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د شاه امانالله خان لور شهزادګۍ هندیه، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات سیدیوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضلهادي مسلمیار، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، دسترې محکمې یو تعداد غړو، دوسلهوالو ځواکونو یو شمېر جنرالانو او افسرانو، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نکولسن او په کابل کې ددوستو هېوادونو یو تعداد سفیرانو او استازو ګډون درلود.
1 1 دقیقه لوستل