اقتصاد

جمهوررئیس غني د هرات په صنعتي پارک‎ کې د مالوچو د پروسس فابریکه افتتاح او د نویو جوړو شویو فابریکو تولیدات وکتل

کابل باختردزمي دمياشتې ٢٨ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کالیزې د نمانځنې په غونډه کې د ګډون په خاطر نن غرمه هرات ولایت ته ورسېد.
دجمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس ته هرات ولایت ته له رسېدو سره سم د هرات ښار په هوايي ډګر کې د دغه ولایت  والي، لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو، د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مشرانو او ځوانانو تود هرکلی ووایه.
جمهور رئیس غني د هرات ښار په هوايي ډګر کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د دغه ولایت صنعتي پارک ته روان او د "پخته‌ طلا سفید افغان" په نامه یې د مالوچو د پروسس فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې د "پخته طلا سفیدافغان" فابریکې استازي حیدر حمید صنعت او اقتصاد ته د جمهوررئیس له پاملرنې او د دغې فابریکې پرانیستې ته د ورتګ په خاطر ور څخه مننه وکړه او د دغې فابریکې په اړه یې معلومات ورکړل، وې ویل: موږ هره ورځ د هېواد له کروندګرو څخه شل ټنه پنبه اخلو او د ورځې شپږ ټنه تولید لرو چې د کیفیت له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولی شي. 
ښاغلي حیدر حمید څرګنده کړه چې د دې فابریکې په پرانیستو سره به کروندګرو ته کار پیدا شي او چمتو یوو چې د هرات ښار کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت یو لوی کتابتون جوړ کړو.
دغه راز د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې رئیس حمیدالله خادم صنعتکارانو څخه دجمهور رئیس له ملاتړه په مننې وویل، ستاسې په ملاتړ افغانستان په ځانګړي ډول هرات کې صنعت ډېره وده کړې ده. 
ښاغلي خادم زیاته کړه، د جمهوررئیس د اقتصادي پالیسو له برکته د هرات په صنعتي پارک کې دېرش نوې فابریکې جوړې شوي دي چې د هېواد په صنعتي او اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.
هغه په ګمرکونو او بندرونو کې دسوداګرو د ستونزو، د مرمرو ډبرو لپاره د واضح پالیسۍ نشتوالی، له فابریکو سره د وړو کانونو د قرارداد لپار د زمینې برابرول او په هرات ښار کې د زړو افغاني بانکنوټونو نوي کول لویې ستونزې وبللې او له جمهوررئیس څخه یې د حل په خاطر اقدامات وغوښتل.
د هرات والي محمداصف رحیمي په خپلو خبرو کې د هرات ولایت د ولسونو، صنعتکارانو او سوداګرو په استازیتوب لومړی جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸کالیزې د مبارکۍ تر څنګ یې هرات ولایت کې انکشافي برنامو ته د هغه د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه.
د هرات والي له جمهور رئیس څخه وغوښتل ددې لپاره چې د هرات په صنعتي پارک کې پانګونه زیاته شي په کار ده د دغه ستر تولیدي مرکز د امنیت په خاطر د پولیس ځانګړی تشکیل منظور کړي.
هغه وویل، تېرو دوو کلونو کې يې د امنیت په پراخولو سره د زیاتو تولیدي او سوداګریزو موسساتو پام ور اړولی دی چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي.
هغه وویل‎: هرات ولایت ته د وزیرانو او د دوستو هېوادونو د سفیرانو سفرونه د دغه ولایت د انکشافي پلان د تطبیق په برخه کې اغېزناک تمام شوي دي.
ښاغلي رحیمي ټینګار وکړ چې د هرات ولایت اقتصادي او صنعتي برخې ته د خصوصي سکتور له پاملرنې او پانګونې سره به د فرصت طلبه کړیو منفي پالیسۍ ناکامې شي او له خصوصي سکتوره یې وغوښتل چې شرایط اماده دي او هر څومره ژر چې کولای شي له ‎ منظمو پلانونو سره دې پانګونه وکړي چې ګټه یې هم دوی او هم ولس ته ورسېږي.
ورپسې جمهور رئیس محمداشرف غني په خپلې وینا کې لومړی ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د هرات خلکو ته د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸کالیزې مبارکي ورکړه، وې ویل: سیاسي او اقتصادي ازادي له یو بل سره غوټه دي، که زموږ لپاره سیاسي ازادي ملي اتل غازي امان الله خان په خپلې تورې وګټله، خو اقتصادي ازادي به موږ په صنعتي پارک کې د فابریکو په ‎پرانیستو بیا پيلوو.
جمهور رئیس غني د تاریخ په اوږدو کې په دواړه ډوله ازادیو کې د هرات د خلکو نقش ته په اشارې وویل، که د وزیر یارمحمد خان الکوزي پياوړی نقش او د میوند د اتل غازي ایوب خان سره د هرات پياوړی لښکرنه وای اوانګریز ته یې ماته نه وای ورکړې، امان الله خان ته د خپلواکۍ د اخیستو شرایط نه اماده کېدل، دغه شان که د هرات پانګوالو او سوداګرو خپل رول نه وای لوبولی دخپلواکۍ وروسته پرمختګونه ممکن نه وو.
هغه په اقتصادي برخه کې د مجید زابلي کارنامو ته په اشارې وویل،
کله چې مجیدزابلي دافغانستان د اقتصاد طرحه جوړوله د افغانستان په هرو شلو وتلو سوداګرو کې دوه تنه مسلمانان وو.
هغه د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو غوره دوره د مجید زابلي تر مشرۍ لاندې وخت یاد کړ.
جمهور رئیس زیاته کړه، دا ځکه چې دولت او خصوصي سکتور سره متحد شول او د زابلي شعار د پانګې تمرکز و، موږ پیسې لرلې خو پانګونه مو نه لرله، دغه وخت کې د لومړي ځل لپاره برېښنا تولید او قره قل زموږ مهم صادراتي توکی شو.
جمهور رئیس د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې د پنبې اهمیت ته په اشارې وویل، د هرات له ورانېدو وروسته لومړنی شی چې دا ښار یې له اقتصادي پلوه په پښو ودرولو پنبه وه چې نیشاپور کې به یې خرڅوله او هرات یې پرې ودان کړ او هرات هر ځل له ایرو راپورته شوی دی، دا ځل به هم راپورته کېږي.
جمهور رئیس وویل، زموږ اساسي هدف دا دی چې هرات زموږ د راتلونکي انکشاف او ترانزیټ قطب شي، هرات ښار به ایران، چین او منځنۍ اسیا خپلو کې سره وصل کړي او د سلما بند او صنعتي فابریکو له پرانیستو وروسته به په څو اوونیو کې د ریل پټلۍ هم افتتاح شي او لومړنۍ محموله کې به یې سمنټ وي.
جمهور رئیس غني په کابینه کې نویو تغییراتو ته په اشارې هیله وښوده چې د نورو پروژو په څېر به دوی ارزوګانې په واقعیت بدلې او چټکې کړي.
جمهور رئیس د هرات له صنعتکارانو څخه مننه وکړه چې له شته ګواښونو سره یې پانګونه وکړه، زیاته یې کړه: اوس د دې وخت دی چې حکومت کلک لاس درکړي او په ټولو ژمنو عمل وکړي.
هغه اوسنی معارف او تعلیمي نصاب د رضایت وړ ونه وباله وې ویل، د معارف او تخنیکي زده‌کړو له پرمختګ پرته موږ اقتصادي وده نشو راوستی، د نصاب په بدلولو کې دې خصوصي سکتور خپل نظریات راسره شریک کړي چې له تعلیمي موسساتو فارغ ځوانان وکولای شي خصوصي سکتور کې جذب شي.
جمهور رئیس غنی وویل، اساسي هدف مو دا دی چې افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل شي او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې په صنعت پانګونه وکړي .
هغه د هرات د مرمرو ډبرې مهمې وبللې او د هغو لپاره یې د ځانګړي صنعتي پارک په جوړولو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه:
چین له موږ څخه په لومړي قدم کې د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د مرمر ډبرې اخلي او هیله ده چې مرمر زموږ په مهم صادراتي توکي بدل شي، ځکه له چین څخه چې کوم رېل ګاډی راځي اوس بېرته تش روان دی له دې وروسته به د هرات له مرمرو ډک روان وي.
جمهو رئیس غني په ګمرکونو او بندرونو کې د سوداګرو ستونزې ومنلې او د اسلام قلعه، زرنج، اقینه او حیرتان بندرونو له کارونو یې نارضایتي وښوده وې ویل، دا چې دا جفا زما ملت ته د منلو نه ده ماته هم د منلو وړ نه ده او ژمنه یې وکړه چې د څه مودې لپاره به د اصلاحاتو تر راتلو دا بندرونه په خپله له ارګه اداره کړي.
جمهور رئیس غني د بېکارۍ په اړه وویل، ولس باید د پانګوالو اهمیت درک کړي، دولت لسګونو میلیونو وګړو ته کار نشي پیدا کولی، دا پانګوال دي چې کار پیدا کوي، خو حکومت ورته پلانونه او اسانتیاوې برابروي. 
له دې وروسته جمهور رئیس غني د پټۍ په پرې کولو د مالوچو د پروسس فابریکه پرانیسته او ددغې فابریکې بېلابېلې برخې او ماشین الات یې وکتل.
ورپسې جمهور رئیس د نویو جوړو شویو ۲۵ فابریکو له غرفو او تولیدي توکو لیدنه وکړه او صنعتکاران یې زیاتو او با کیفیته تولیداتو ته وهڅول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته