جمهوررئیس غني د هالنډ شاهي هېواد پلاوي سره د اوبو پر مدیریت خبرې وکړې

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۳ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د هالنډ شاهي هېواد پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم پکې شامل وو، په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبظورکړ.
په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو هم حضور درلود، جمهوررئیس غني یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د شاهي هالنډ لومړي وزیر سره یې په خپلې وروستۍ کتنه کې له اوبو څخه د استفادې، تجربو شریکولو او همکاریو په اړه خبرې کړې وې او اوس د تخصصي بحثونو لپاره زمینه برابره شوې ده.
جمهوررئیس غني د اوبو د مدیریت او استفادې په برخه کې د هالنډ بریالیو او عالي تجربو یادونه وکړه او ويې ویل، افغانستان اړتیا لري په یادو برخو کې اساسي ظرفیت سازي وکړي. هغه زیاته کړه، افغانستان پرېمانه طبیعي منابع لري او پر اوبو پانګونه د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی، د اوبو مدیریت به وکولای شي د سېلابونو او وچکالۍ هغه خبیثه حلقه چې افغانستان یې زیانمن کړی، له منځه یوسي.
یاد پلاوي د اوبو د مهارولو په خاطر د جمهوررئیس غني د هڅو قدرداني وکړه او ويې ویل، هالنډ د اوبو زېرمه کولو د کوچنیو، متوسطو او سترو بندونو د طرحې او جوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی، دغه راز به له افغان متخصصینو سره د تجربو او حرفوي زده کړو د شریکولو په برخه کې هم هراړخیزه همکاري وکړي.#
پاى-سعده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته