کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ۷ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین په هېواد کې د سړکونو د جوړولو د کاري پرمختګ، د بودجې د مصرف او دغه راز د فوایدعامې وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه د فواید عامې وزیر یما یاري راپور واورېد.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د فواید عامې وزیر د حلقوي سړک په ځانګړي ډول د قیصار-لامان سړک د کاري پرمختګ په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د یاد سړک د جوړولو چارې سمې پر مخ روانې دي او د فواید عامې وزارت یې په دوامداره توګه له کاري بهیر څارنه کوي.
هغه زیاته کړه: هر کله چې د پروژو قرارداد ورکول کېږي د هغو کاري پلان هم ترتیبېږي چې د قرارداد او کاري پلان له اړخه د قیصار-لامان سړک د جوړولو چارې په منظم ډول په دوه برخو کې جریان لري اود روان کال تر پایه به یې ۳۵ کیلو متره قیر شي.
جمهوررئیس غني د فواید عامې وزارت له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا چې د قیصار-لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک مهمه برخه ده، نو پر وخت جوړول یې ځانګړی اهمیت لري او باید په ټاکل شوې موده کې د بادغیس ولایت خلکو ته د یادې پروژې د پلي کېدو په اړه ډاډ ورکول شي.# پای – ذ
0 1 دقیقه لوستل