سیاست

جمهوررئیس غني د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د خیراباد دکلي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، هغوی د امنیتي او سیمه ییزو ستونزو او دغه راز د غیر مسوولو وسله والو د ناوړو چلند په اړه خبرې وکړې.
دغو مشرانو د امنیت د ټینګښت د غوښتنې ترڅنګ، په خیراباد کلي کې وروستیو پېښو ته د رسیدګۍ او د عاملینوپر مجازاتو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د دوی د غوښتنو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته دفاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د خیراباد کلي د مشرانو د صبر او حوصلې مننه وکړه وې ویل، د افغانستان اساسي قانون د ټولو هېوادوالو پر حقونو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه افغانستان د ټولو هېوادوالو لپاره د امن کور دی او زه به د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه له هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، غوڅ چلند وکړم.
جمهوررئیس زیاته کړه، حکومت دغه موضوع تعقیبوي او د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې به د هغو پر وړاندې چې د خلکو د ځورونې لامل ګرځي، اقدام کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، دغه راز به په ټولو سیمه ییزوادارو کې هراړخیز اصلاحات راشي، ترڅو ددې ډول پېښو د تکرار مخنیوي وشي.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته