جمهوررئیس غني د عمرې مراسم پرځای او د افغانانو د هوساینې او نېکمرغۍ لپاره دعا وکړه

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او ورسره پلاوي تېره شپه په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل. د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آ‌ژانس ته خبر ورکړ: جمهوررئیس غني او ورسره پلاوی پرون مازدیګر د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد. وروسته د هېواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي مکې مکرمې ته ولاړ او په بیت الله شریف کې یې د عمرې حج مراسم پرځای کړل او په مسجدالحرام د دوه رکعته لمانځه او همدارنګه د ماخوستن لمانځه له ادا کولو وروسته په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړه. جمهوررئیس او ورسره پلاوي د وروستیو پېښو شهیدانو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح، د افغانانو اتفاق، همدلي او نېکمرغي او د مسلمان امت د بریا لپاره دعا وکړه. د هېواد جمهوررئیس به نن د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو څوارلسمه ناسته کې چې د مکې مکرمې ښار کې جوړېږي، ګډون وکړي او په خپله وینا کې به د سولې، له تروریزم سره د مبارزې او د اسلامي نړۍ د مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری بیان کړي. پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته