کابل/ باختر/ د زمري دمیاشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قومي مشر شهید حاجي حیات خان او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د لومړي کنډک د سرتېري شهید محمد عمر د کورنیو له غړو سره د دوی په شهادت غمشریکي وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني شهیدحاجي حیات خان او شهید محمد عمر هغه وطنپال شخصیتونه وبلل چې د هېواد د امن، ثبات او د ولسونو د سوکالۍ په لاره کې یې ځانونه نذرانه کړل. د هغوی د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د شهید حاجي حیات خان او شهید محمد عمر د کورنۍ غړو او د ننګرهار او لغمان ولسونو ته د تسلیت ترڅنګ شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه.
حاجي سید رحمن د شهید حاجي حیات خان شخصیت، سوله ییزو او ټولنیزو هلو ځلو او مبارزو ته په اشارې جمهور رئیس او د افغانستان ولس ته ډاډ ورکړ چې د نوموړي لاره به تعقیبوي. هغه د جمهور رئیس له ډاډګېرنې څخه په مننې وړاندیز وکړ چې د شهید حاجي حیات خان دکورنۍ د اولادونو ژوند او زده کړو ته هم پام وشي.
مولوي عبدالقهار روحاني وویل، شهید محمد عمر په مېړانه د خپل ځان په نذرانه کولو سره د نورو ژوند وژغوره. هغه زیاته کړه، د شهید محمد عمر مور خپلو نورو اولادونو ته هم توصیه کړې چې د هېواد د دفاع او د ولسونو د هوساینې لپاره د شهید محمد عمر لاره تعقیب کړي.
جمهور رئیس غني د شهید حاجي حیات خان هلو ځلو ته په اشارې وویل، د ده او د پاڅون کوونکو او ولسونو له برکته د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه او نازیانو کې د داعش ملاماته شوه.
نوموړی به د افغانستان په تاریخ کې لوړ او ځانګړی مقام ولري. د شهید حاجي حیات خان، شهید محمدعمر، سلګونه او زرګونه، نورو اتلانو سرښندنې او مبارزې د دې خاورې بقا تضمینوي.
د هېواد جمهور رئیس د شهید محمدعمر اتلولۍ ته په اشارې وویل، نوموړي په څو ثانیو کې د اسلامي او ملي عالي روحیې له مخې تصمیم ونیوه او د خپلو هېوادوالو د ژغورنې په موخه یې ټول خطر پر ځان ومانه. نوموړي زیاته کړه، د دغو دواړو شهیدانو د کورنیو ژوند او د دوی د اولادونو زده کړو ته به پام او رسیدګي وشي.
جمهور رئیس غني د شهید محمدعمر وروڼو ته د نوموړي د مور توصیې ته په اشارې وویل، اولادونو ته د هېواد د مېندو دغه ډول لارښوونې زموږ د بقا، بریا او تلپاتې سولې لامل کېږي.
محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې دې د شهید محمدعمر په نوم او همدارنګه په ننګرهار یا کابل کې د شهید حاجي حیات خان په نوم یادګاري څلي جوړ شي.
د جمهوري ریاست د فرهنګي سلاکار له لوري د استاد اسدالله غضنفر د فرمانونو له لوستلو وروسته د شهید حاجي حیات خان زوی نوازشریف ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډال او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څلورمې لوا د لومړي کنډک سرتېري شهید محمد عمر مور بي بي فاطمې ته د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړل شو. #
پای – ذ
3 2 دقیقې لوستل